د مشرانو جرګې غړی: دوستم به لس ورځو کې هېواد ته راستون شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۳۰) د مشرانو جرګې غړی عبدالله قرلق وايي، د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم چې په ترکيه کې د جلا وطنۍ شپې سبا کوي راتلونکې لس ورځو کې به بېرته هېواد ته راستون شي.
د قرلق په خبره، اشرف غني ترکيې ته د سفر پر مهال له جنرال دوستم سره تليفوني خبرې کړي او ټاکل شوې چې نږدې ورځو کې هېواد ته راوګرځي.
عبدالله قرلق د جنرال دوستم نږدې کس او د مشرانو جرګې غړی وايي، ولسمشر په پلان کې لرله څو په ترکيه کې له دوستم سره وګوري زياتوي د افغانستان نازک وضعيت ته په کتو غني ونه توانيد چې له خپل لومړي معاون سره وګوري او بيرته هېواد ته ستون شو.
هغه وايي، د ولسمشر او دوستم تر منځ په تليفوني خبرو کې “هغه قضيې چې راپورت شوې وې په خپلو کې حل کړي” د بېرته ستنېدو غوښتنه يې کوله او ښايي په لس ورځو کې هېواد ته ستون شي.
د ولسمشر د وياند مرستيالانو شاه حسین مرتضوي او دواخان مينه پال تر اوسه د ولسمشر او دوستم اړيکه نه تاييد کړې او نه يې رد کړې.
په هېواد کې د احمد ايشچي سره له لانجې وروسته د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم د تير کال په مئ مياشت کې ترکيې ته تبعيد کړای شو او لا هم په هغه هېواد کې د جلا وطنۍ شپې تيروي.
تر دې مخکې هم څو ځلې د دوستم د بيرته راتګ راپورونه ورکول شوي خو نوموړی د ډيرې کوښښونو باوجود هم ونه توانيد چې هېواد ته راستون شي.
په داسې حال کې د دوستم د بيا راستنېدو راپورونه ورکول کېږي چې نږدې يوه اوونۍ مخکې نوموړي له فاکس نيوز سره په يوې مرکه کې ويلي و که يې امریکايان کومک وکړي نو په دوو مياشتو کې به طالبانو ته ماتې ورکړي.



