بنګله ديش له افغانستان سره د شل اوريزو سياليو لپار لوبډله اعلان کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۳۰) بنګله ديش له افغانستان سره د درېيو شل اوريزو لوبو د ترسره کولو لپاره لوبډله اعلان کړه.

د بنګله ديش د کرکټ بورډ له لوري په ټويټر په خپرو شويو معلوماتو کې راغلي، چې شکيب الحسن به د بنګله ديش د لوبډلې مشري په غاړه لري.

د کرکټ بورډ نړيوالې شورا ويلي، چې د بنګله ديش لوبډلې ته له يو کال ځنډ وروسته تکړه لوبغاړی مصدق حسين هم ورستون شوی او همدرانګه د دغه هېواد نور مخکښ لوبغاړي مشفق الرحيم، مستفيظ الرحمن، تميم اقبال او نور لوبغاړي هم ګډون لري.

افغانستان په هند کې د بنګله ديش کرکټ لوبډلې کوربه توب کوي او ټاکل شوې ده چې د راتلونکې جون مياشتې په درېيمه، پنځمه او اوومه نيټه د دواړو لوبډلو تر منځ شل اوريزې سيالۍ تر سره شي.

د افغانستان کرکټ بوډ د معلوماتو له مخې، دغه سيالۍ به د هند هېواد په دهرادون ښار کې کېږي.

افغانستان لا دغو سیالیو ته لوبډله اعلان کړې نه ده خو د بورډ اجرایي مشر شفیق ستانکزی وايي چې په هند کې په تمرینونو د بوختو لسګونو افغان لوبغاړو له منځه به دغو سیالیوته لوبغاړي غوره کیږي.

افغانستان او بنګله ديش تر دې مخکې يواځې يو ځل د شل اورونو سيالي کړې چې هغه هم د بنګله ديش په ګټه تمامه شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button