(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۳۰)
د پکتیا د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وایي، چې په دې وروستیو کې خصوصي سکتور په دې ولایت کې پانګې اچونې ته زړه ښه کړی او دا لړۍ ښه پر مخ روانه ده.
د پکتيا د سوداګرۍ دخونې مشر عبدالنصير عالميار چې تیره ورځ یې د رخت او حیواني خوراکي توکو د تولیدي فابریکو افتتاح کوله وويل؛ په ټوله کې د خصوصي سکتور له خوا په دې ولایت کې تر ۵ میلیون ډالرو پانګه اچونه شوې او هیله لري دا لړۍ نوره هم پراخه شي.
نوموړي زیاته کړه؛ دا نن یې چې افتتاح کوو پر جوړولو یې نږدې ۲۳۰ ميليونه افغانۍ لګول شوې چې ګڼو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
د سوداګرۍ خونې چارواکي وایي، د دې ولایت په ټولو فابريکو کې تر ۷۰۰ ډیرو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې چې ښایي د فابریکو زیاتوالی به د بیکارۍ کچه هم را کمه کړي.
عالميار وویل چې که څه هم د برق ستونزه تر یوه حده حل شوې خو د ځای نشتون د پانګوالو د راتګ کچه ټکنۍ کړې چې لا یې هم بودیجه نه ده منظوره شوې.
د دې ولایت د سوداګرۍ او صنايعو چارواکي وایي چې د صنعتي پارک لپاره یې ۱۰۰۰ جريبه ځمکه تشخيص کړې او ماسټر پلان یې هم بشپړ شوی دی چې اټکل کیږي سږکال یې کارونه پیل شي.


















