له افغانستانه ستانه شوي جرمني پوځیان اوس هم ډاریږي

د المان خبري اژانس ته د جرمني پوځ طبي پلاوي یوه کارکوونکي وویل: زموږ پوځیانو کې ځیني کسان "له پېښي وروسته غم" تازه رواني حالت سره لاس او ګریوان دي، د دې کسانو شمیر تېر کال کې 170 کسانو ته رسیده.

 

څو کاله پخوا چې کوم جرمني پوځیانو افغانستان کې خپله دنده ترسره کړې ده هغوی اوس هم لا د جګړې له بدو اغېز نه کړیږي، هغوی رواني ستونزې لري او د شپې په خوب کې ويریږي.

د المان خبري اژانس ته د جرمني پوځ طبي پلاوي یوه کارکوونکي وویل: زموږ پوځیانو کې ځیني کسان “له پېښي وروسته غم” تازه رواني حالت سره لاس او ګریوان دي، د دې کسانو شمیر تېر کال کې 170 کسانو ته رسیده.

د طبي پلاوي غړی وایي: افغانستان کې زموږ د پوځیانو د دندي ترسره کولو که څه هم څو کلونه وتلي دي خو بیا هم زموږ پوځیانو کې مختلفې رواني ناروغۍ شتون لري چې یوه یې خوب کې د ویریدلو ځانګړی حالت دی چې فعلا یې معلوم شمیر کسان لري.

د طبي پلاوي ویاند که څه هم اخیر کې د دې ناروغیو مختلف نور لاملونه یاد کړل او هغه دا چې د دوی د پوځیانو زیاتې دندې د دې رواني ناروغیو لامل دی خو له خبرو یې د حقیقت څنډه بیا هم ښکاره شوه او هغه داسې چې د هغو پوځیانو یې معلوم شمیر یاد کړ کومو چې افغانستان کې دندې ترسره کړې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button