د سوریې د پلازمېنې دمشق جنوب خوا ته د دولتي ځواکونو او داعش ډلې تر منځ د ۲۴ ساعتونو لپاره ډز-بندي اعلان شوې او داعش جنګیالي له سیمې د وتلو په حال کې دي.
که څه هم د سوریې دولتي اژانس او چارواکو له داعش جنګیالیو سره د ډزبندي په اړه موافقه رد کړې ده، خو د سوریې د بشري حقوقو د څار ډلې ویلي چې نن یکشنبه د داعش ګڼ شمېر جنګیالي له یرموک کېمپ او شاوخوا سیمو په بسونو کې ووتل.
یادې ادارې ویلي، بسونه تېره شپه د داعش جنګیاليو او د هغوی د کورنیو د انتقال لپاره یرموک کېمپ او حجراسود سیمې ته داخل شوي وو او وروسته د سوریې البادیة ښار پر لور تللي دي.

یوې سرچینې د المان ډې پي اې خبري اژانس ته ویلي، د موافقې له مخې به ټول داعش جنګیالي د حجرالاسود او یرموک کېمپ له سیمو ووځي.
په دې وروستیو کلونو کې، د سوریې د حکومت او مخالفو وسله والو تر منځ همدې ته ورته موافقې شوې، او وسله والو سیمې د رژیم ځواکونو ته پريښې دي.
د بشارالاسد ځواکونو یوه میاشت وړاندې د دمشق په جنوبي سیمو کې د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات پیل کړل. د سوریې د جګړې د څارونکو په باور، د پلازمېنې جنوب ته د پرتو سیمو په نیولو سره به پلازمېنه په بشپړه توګه د حکومت تر کنټرول لاندې راشي.
داعش ډله اوس مهال په سوریه او عراق کې نږدې له هغو ټولې سیمو ایستل شوې چې یو وخت یې کنټرول پرې درلود، خو اوس هم په ځینو سرحدي سیمو کې شتون لري.

















