(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی۱)
د غزني ولايتي شورا وايي، چې طالبانو تېره شپه تر سختې جګړې وروسته ، د دهيک او جغتو ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستلې.
د ځایي سرچینو د خبر تر مخه؛ بیګاد شپې ۱ بجه طالبانو د غزني د جغتو ولسوالۍ ودانۍ، امنیه قومندانۍ او اړوند پوستې د دوهم ځل لپاره ونیولې.
امنیتي سرچینې وایي، په دې برید کې تر ۳۰ ډیر امنیتي ځواکونه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي د وژل شویو په ډله کې د غزني د ریزرف قطعې قوماندان هم شامل دی.
یاده ولسوالۍ څو ورځې وړاندې هم طالبانو نیولې وه چې د مهماتو د تر لاسه کولو وروسته یې سملاسي د ولسوالۍ مرکز پریښی و، چې بالاخره تیره شپه یې بیا د همدې ولسوالۍ له تازه دمو ځواکونو څخه د ولسوالۍ مرکز او اړوند امنیتي پوستې و نیولې.
بل پلو د همدې ولایت د دهیک ولسوالۍ هم طالبانو له ټولو امنیتي مرکزونو سره یوځای نیولې.
راپورونه وایي چې طالبانو اوس مهال د همدې ولسوالۍ په یوه لرې پرته قرارګاه بریدونه پیل کړي دي.
د ولایتي شورا غړی ناصر احمد فقیري وایي په دې بریدونو کې د دهیک ولسوالۍ د امنیې قوماندان له یو شمیر ملګرو سره یوځای وژل شوی دی
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه لنډ لیکلي پیغام کې د دواړو ولسوالیو نیول کیدل منلي او زیاته کړې یې ده چې “ د غزني ولایت د جغتو او ده یک ولسوالۍ له ټولو پوستو او ملحقاتو سره نیول شوې، ګڼ شمیر پولیس وژل شوي، وسلې، مهمات او وسائط نیول شوي دي“
د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تر اوسه په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی


















