طالبان: د ټاپي پروژې د پنځو غړو د وژل کېدو په اړه پلټنه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱)  تېره ورځ د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په ملنګ کاريز  سيمه کې نا پېژانده وسله والو د ټاپي پروژې پنځه غړي په ډزو ووژل او یو تن يې له ځانه سره يووړ.

د کندهار د امنيې قومندان عبدالرازق وويل، چې دغه کسان د AMDC په نوم د ماين پاکې د مؤسسې غړي دي چې د پروژې د نل ليکي لپاره يې سيمه پاکوله.

خو د کندهار د والي وياند محمد داود احمدي رسنيو ته ويلي، چې وژل شوي کسان د ټاپي پروژې تخنيکي انجينران و.

طالبان وايي، په هېواد کې د سترو ملي پروژو د تطبيق لپاره هر ډول همکاري کوي او خپلو شويو پریکړو ته ژمن پاتې کېږي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په يوې خبرپاڼې کې ويلي: اسلامي امارت په هیواد کې د لویو ملي پروژو د تطبیق لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او ټولو جهتونو ته ډاډ ورکوي چې هغو پریکړو ته ژمن دی چې د دغو پروژو د تطبیق لپاره یې کړي دي.
طالبانو دغه راز ويلي په کندهار کې د ټاپي پروژې د پنځو غړو د وژل کېدو په اړه پلټنه کوي زياتوي : ” کندهار د وروستۍ پیښې په اړه به اسلامي امارت بشپړه څیړنه وکړي ترڅو د پیښي حقیقت معلوم کړي.”

دغه کسان د دولتي پوستو په نږدې څو کيليو مترۍ کې وژل شوي او قاتلين يې له سيمې څخه تښتېدلي دي.

د يادونې ده، چې پرون د والي وياند داود احمدي او د ميوند ولسوالۍ امنيې قومندان ويلي و چې دغو کسانو ته له وسله‌والو طالبانو کوم ګواښ نه و متوجه او نه يې هم له هغوی سره کومه ستونزه درلوده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button