هلمند: دولتي ځواکونو د طالبانو په زندان عمليات کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱) د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو د طالبانو په يوه زندان بريد کړی او پنځلس کسان يې خوشې کړي دي.

د هلمد د والي وياند عمر ځواک وايي، تېره شپه ځانګړو ځواکونو په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه زندان عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې د يو پوليس په ګډون پنځلس کسان خوشې کړي دي.

د ځواک په وينا، د عملياتو په پر مهال شپږ مشکوک کسان هم نيول شوي دي.

له بله پلوه طالبانو هم په ياد زندان د حکومت عملیات تاييد کړي او وياند يې قاري يوسف احمدپه خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي: چې د هلمندد مرجې په محمدعوض څلورلاري کې پر یوه سرای چې یوازې پکې جنایي اوحقوقي بندیان ساتل کیدل خارجیانوچاپه ووهله چې د۳کلیوالو په شمول یې۱۶تنه بندیان له ځان سره وړي دي.

تر دې مخکې هم ګډو ځواکونو د طالبانو په زندانونو بريدونه کړي او عمليات کړي چې تر ډيره پکې حقوقي او جنايي بنديان، معتادين خوشې کړي دي.

بايد وويل شي، چې په ۲۰۱۶م کال کې امريکايي الوتکو د هلمند په نادعلي کې د طالبانو هغه زندان بمبار کړ چې د افغان ځواکونو بندي سرتیري په کې ساتل کیدل او ۲۲ تنه زنداني عسکر پکې ووژل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button