صلیبي جگړه که د اوبو جگړه؟!
دصلیبي جگړې په نوم پیل شوې جگړه د اوبو دجگړې تر نومه راورسېده، باقي دې خیر وي چې دغرب کرایه کښ به څومره نومان ورکړي.

قاري خالد
دصلیبي جگړې په نوم پیل شوې جگړه د اوبو دجگړې تر نومه راورسېده، باقي دې خیر وي چې دغرب کرایه کښ به څومره نومان ورکړي.
په پیل کې بُش صریح وویل دطالبانو په خلاف صلیبي جگړه پیلؤم، دغرب ځیره خورو دبُش صلیبي اعلان کړې جگړې ته خیاطي پیل کړه او جگړه یې صلیبي نه، بلکې دترهگرو او ترهگرۍ په ضد دنړیوال! ائتلاف او په اصطلاح دمهذبو اقوامو جګړه وبلله
امریکایانو په خورا کبر جگړه پیل کړه او نړیوال ائتلافیان یې لکه دخرش پرش اولادونه، څنگ او څټ ته پټې سترگې او گونگې خولې خوځېدل را ځوځېدل.
نړیوال ائتلافیان په دوه ډؤله ول؛ لومړی ډؤل یې هغه ملکونه دي چې کټر یهودان، مسیحان او بت پالان دي او د اسلام سره دښمنۍ ته مذهبي رنگ ورکوي. بل ډؤل یې دهغو ډارنو، ځانخوښو، او په عیش عشرت کې مصروف ممالکو دي چې نه ددین په غم کې دي، نه دسادین په غم کې او حکمرانان یې تل دواک ساتلو لپاره کله یو زبرځواک ته لکۍ ښوروي او کله بل ته
روانه صلیبي جگړه تر یوې نیمې لسیزې واوښته؛ ددې جگړې جگړه مارانو په دې موده کې په مختلفو پلمو دجگړې داصلي نوم پټولو کوښښونه جاري ساتلي دي او چې کله یې هم په خلاف مقاومت توند شوی دی، په عین موقع یې دځیره خورو او طاغوتي رسنیو په مټ دمقاومتگرو د بدنامولو لپاره سپېڅلې جگړې ته مختلف نومان لټؤلي دي، ترڅو دجگړې اصیله بڼه (چې صلیبي جگړه ده) سرچپه تفسیر کړي
جگړه دوهمې لسېزې ته نږدې شوې ده او له دومره اوږدې جگړې وروسته چې هر څه لکه د لمر عیان او بیان دي، دجگړې په ماهیت شک له عارفانه تجاهل پرته بل څه نشي کېدلی
دترهگر! او وحشتگر! په نوم په مسلمانو افغانانو آن دبمونو تر مور باروت وورېدل او لکونه ځوانۍ لولپه او سوځېدلي جسدونه تر خاورو لاندې شوې؛ اې! که دا جگړه رښتیا همدومره بسیطه وي، بیا نو دمگړۍ په دې نه ارځي چې ځوانۍ پرې خزان کړای شي
وینه تر اوبو قیمتي ده درځئ له دې اوبو تر هغو ورتېر شو ترڅو موږ خپل ټپي وجود ورغؤو، پخپلو پښو ودرېږو خودکفاء شو او بیا په نړیوال فورم د ایران تجاوز چېلنج کړو
که چېرې له اوبو هم نه تېرېږو او دغیرت خلاف یې بولو؛ درځئ په امریکایانو ږغ وکړو چې واه خلکه! ستراتېژیک تړونیان مو یاست، راځئ جگړه زموږ له خاورې را سره وکاږئ او له سرحداتو یې ورواړوئ.
په ځای ددې چې خپل هېوادوال مو در په دره کیږي، ایرانیان دې در په در او خاورې په سر شي
روانه جگړه دومره عادي نه ده لکه څنگه چې دعوه کیږي؛ ټولې دعوې ددې لپاره دي چې د ازادۍ د اتلانو په خلاف جنگېدونکیو، تېرؤتو عسکرو ته جگړئیزه روحیه ورکؤل شي
روانه جگړه د ادیانو ده، دتمدنونو ده او په ټوله کې دهلال او صلیب جگړه ده؛ که داسې نه وي مدرسه ولې بمبارېږي؟
جومات، ملا، ممبر او محراب ولې ټارگټ دي؟
په لوړه کچه د اسلامي مقدساتو توهین ولې روان دی؟
اصل خبره دا ده چې دیرغلگرو یؤه حربه دا ده چې دتحت الاشغال هېواد وگړي له شته اشغال دخلاصون په صورت کې، په احتمالي اشغال وېرؤلای کیږي او ورته وایي چې پام! د اشغال په خلاف خوله چوله نه کړئ، که مو سپڼ وکړ او یرغلگر مو بد وستایل، هاغه بل هېواد مو لاندې کوي
ځینې حماقتونه به موږ نړۍ او خپل را روان نسل ته مسخره کړي او په عقلونو به مو لعنتونه ووایي.



