لیکنه : الیاس تکل
دا چې ۱۴۳۷ هجري قمري کال د شعبان د میاشتې ۱۴ مه نیټه وه چې د ۱۳۹۵ هجري شمسي کال د جوزا له لومړۍ ورځې سره سمون خورې او په دی ورځ هغه محبوب او خوږ امیر، امیرالمؤمنین ملا اختر محمد 【 منصور 】 تقبله الله دویمه تلین ده نو په دې مناسبت به د منصور صیب په ځانګړتیاوو لږ دا خپل قلم وڅرخوو او څو مېړانې به يې انځور کړو.
شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور کوم عادي شخص نه و بلکې د تجاربو او پوهې یو سمبول او نمونه وه، منصور صیب هغه مشر وه چې مشرۍ ته یې دنیاوال ګوته په غاښ و، د منصور صیب جنګي تګلارې ته ټول نړیوال استخبارات حیراون وه، هیڅ کوم استخبارتي نړیوال ونه توانیدل چې د منصور صیب جنګي تګلاره تعقیب کړي، منصور صیب ټول نړیوال کفري طاقتونه په نظامي او سیاسي ډګر کې پاتې راوستي وه؛
منصور صیب زیاتې ځانګړتیاوې درلودې، یوه ځانګړتیا یې دا وه چې په پوره معنا په سیاسي بصیرت رسېدلی انسان و، کله چې امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد – رحمه الله – وفات شو، نو هغه وخت کې امارت د نړیوالو کفارو تر سیاسي فشار لاندې وه، نو منصور صیب له ځانګړي سیاسي تدبیر څخه کار واخیست چې امارت یې د نړیوالو کفارو له سیاسي فشار روغ رمټ او بریالی وایسته،
منصور صیب د سیاسي ډګر تر څنګ په نظامي ډګر کې هم مؤثر پوځي رول لوبولی، د منصور صیب د مشرتابه نه مخکې به د طالبانو ستر عملیات دا وه چې کومه پوسته، کوم بېز، کوم کنډک، یا کومه ولسوالۍ سقوط کړي، خو د منصور صیب له مشرتابه سره سم پوځي تګلاره بدله شوه، په پوره طاقت سره یې نظامیان ګړندي او پیاوړي شوه، چې د پیاوړتیا بېلګه یې د کندوز نيول وه، اوس هغه طالبان نه دي، اوس بدل شوي دي، ځکه د منصور صیب شاګردان تېر شوي، دوی ته اوس د پوستې، د بېز، د کنډک پلانونه نه مطرح کوي، بلکې اوس د ولایتونو پلانونه مطرح کوي، اوس ورته پوسته نيول، بېز نيول، کنډک نيول، ولسوالۍ نيول، عادي کار ښکاري، اوس دوه -دوه غبرګې ولسوالۍ نيسي چې تازه بیلګه یې د غزنی د ده یک، او د جغتو، ولسوالۍ نيول دي؛
د افغانستان ویاړمنه خاوره د مېړنیو زانګو او کور بلل کېږي ، خو بعضې داسې مېړني یې زیږولي چې تاریخ ورته کوته په غاښ دی، د هغو له جملې څخه وياړمن او مېړنی شخصیت شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور هم دی.
ریښتیا هم چې قیمتی وه!
د منصور صیب په قیمت زیات کسان پوهېدل، خو امارت يې په ځانګړي ډول په قیمت پوه وه، نو ځکه یې امیر المؤمنین انتخاب کړو، منصور صیب په اسلامي، جهادي، عقیدوي، فکري، سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، او په پوځي، روحیه سمبال شخصیت وه نو ځکه قیمتي وه،
د منصور صیب په قیمت نه یواځې امارت بلکې زموږ هغه سر سخته وحشي صفته د انسانیت دوښمن امریکایي اشغالګر او د هغوی خارجي او داخلي لاسپوڅي او ایتلافیان هم پوهېدل نو ځکه یې په هرځای کې خارجي او دا خلي اجنټان ورپسې کړي وه، چې بل آخره یې په شهادت ورساوه،
منصور صیب په الاهي مینه سمبال وه، خپل وجود یې په الاهي مینه او محبت ټوټې ټوټې کړو، خپل رب ته په سوزېدلي او کباب شوي وجود ولاړو.
اوس هغه منصور څوک نه یادوي کوم منصور چې په دار شوی وه، بلکې اوس هغه منصور یادېږي کوم منصور چې دار په اور بدل کړو،
موږ یې لا په دیدن تنده نه وه ماته کړې، چې هغه الله ﷻ ځان ته ور وباله او د شهادت له ویاړمن مرګ نه یې برخمن کړو او هغه سعادت یې ور نصیب کړو، کوم سعادت ته چې موږ يې هم سترګې په څار یو.
۱۳۹۷/۳/۱دوشنبه


















