ښکاره بايللې جګړه په پټه نه ګټل کېږي

سرليکنه
امريکا په افغانستان کې د بايللې جګړې او ناکام ماموريت قومندان جنرال نيکولسن بدل، يانې له جګړه ييز ماموريته ګوښه، او پر ځای یې بل قوماندان جنرال سکاټ مېلر مقرر کړ، چې په افغانستان کې به ورته د جګړې ماموريت وسپارل شي.
امریکايي رسنیو د نورو په څېر د سکاټ میلر هم د ”تجربې“ صفتونه پیل کړي دي. دمخه چې نیکولسن ته په افغانستان کې د جګړې ماموريت ورسپارل کېده او د بهرنيو پوځونو قوماندان وټاکل شو، امريکايي رسنيو ورته همدا د ”تجربې“ کلمه ليکلې وه، چې اوس یې په نااهلۍ اعتراف وکړ، ورته ثابته شوه چې امريکايي او افغان ولس سره دامريکا دفاع وزارت په کړو وعدو کې پاتې راغلى.
ټرمپ، چې د افغانستان لپاره یې نوې ستراتيژي جوړه کړې ده، په خپل حکومت او هم یې په افغانستان کې د پخوانۍ ادارې ډېر ملکي، استخباراتي او نظاميان بدل کړل، پر ځای یې خپل کسان وګمارل. د هغو له جملې یې يو مېلر هم دى. د مېلر په اړه امريکايي استخبارات وايي، دئ د ”ترهګرۍ“ په مقابل کې د پټې جګړې مهارت لري.
امريکا تراوسه پورې د لکونو افغان او بهرنيو پوځونو په موجوديت له طالبانو (افغانانو) سره په ښکاره جګړه کې ناکامه پاتې شوه، اوس به په پټه جګړه کې څه کاميابي ترلاسه کړي؟
ټرمپ اعتراف کړی دى چې د افغانستان جګړه ورته په ميراث کې پاتې ده. اوس د دې ميراثې جګړې ګتل ورته ستونزمن دي، نه یې ګټلاى شي او نه یې د ميلياردونو ډالرو په لګښتونو پرېښودلاى شي. ځکه خو ورته یې له ښکاره بايللې جګړې وروسته د پټې جګړې قوماندان تورن جنرال سکاټ مېلر راولېږه.
ټرمپ به په خپل فکر افغانستان ته د مېلر ليږل کاميابي بولي، خو بيا هم ټرمپ په دې ټاکنه کې ناکام دى، ځکه مېلر د افغانستان په ښکاره جګړه کې خپله ناکامي ليدلې ده، څو واره یې په افغانستان کې جګړه ييز ماموريت سرته رسولی دى.
دا تاريخ ثابته کړې ده، چا چې له افغانانو ماتې خوړلې، هغه هيڅ وخت جګړه نه شي ګټلاى. ټرمپ دې دانګريز او افغان جګړو تاريخ وګوري چې بهرنيو جنرالانو څرنګه په افغانستان کې ماتې خوړلې؟ په غرور راغلي بيا په کوم برخليک تښتېدلي دي؟
اوس به ميلر د افغانانو په مقابل کې بايللې جګړه وګټي؟ هيڅکله نه.
که امريکا نړيوالو ته څرګندوي چې مېلر په پټه مبارزه کې کاميابي ترلاسه کولاى شي، هيڅکله به یې ترلاسه نه کړي. البته په پټه توګه يوه دنده رسولاى شي او هغه په پټه توګه په افغانستان کې د داعش اکمال دی، چې په ټولو ولاياتو کې په پټه توګه داعش اکمال کړي.
پنټاګون په افغانستان کې له دوه ناکاميو سره مخ دي، يو دا چې بايللې جګړه یې په ازمايل شویو پوځونو او ازمايل شویو هوايي او ځمکنيو وسلو له افغانانو ونه ګټله. دویم دا چې د عراق او سوریې په څېر یې په افغانستان کې داعش اکمال نه کړاى شو او نه یې پرې د موصل او رمادي په څېر ښارونه او ولايات ونيول.
د پټې جګړې نه د ميلر رالېږل همدا غرض دي چې داعش په پټه توګه اکمال او د افغانستان مهم ولايات پرې ونيسي او بيا یې نورو ولاياتو ته پرې اکمال کړي.
ټرمپ په تېره اګست مياشت کې افغانستان ته د نورو پوځونو د زياتولو پرېکړه وکړه. دا دی بل پوځي قوماندان یې هم وټاکه. څو مياشتې پس به د نورو پوځونو د زياتولو پرېکړه وکړي.
د افغان دفاع وزرارت خو سر له اوسه د طالبانو د خندق د عملياتو په مقابل کې پښې ښويېدلي دي او د نورو بهرنيو پوځونو غوښتنه کوي. امریکا به ميلر هم وازمايي – خو پر دې باور لرو چې د پټې جګړې تر ماتې وروسته به بيا د بلې ښکاره جګړې په نامه بل قوماندان رالېږي.
د مخه به پرنګ او بيا روسانو په افغانستان کې خپلې جګړې او جګړه مار ازمويل، امريکا ناکامۍ او ناکام نظاميان ازمايي. د افغانستان لپاره چې امريکا څومره پوځي مشران د جګړې قوماندانان ټاکلي، يوه یې هم کاميابي نه ده ترلاسه کړې.
پر افغان پوځ خو امريکايي قوماندان په جګړه کې حساب هم نه کوي، ځکه پخپله افغان نظاميان اعتراف کوي چې د جګړې وړتيا نه لري او ټول عمر په وږې خېټه ساتل شوي دي. پخواني امنيتي مرستيال مرادعلي مراد په ډاګه وويل چې د افغانستان پولیس په ناوړه وضعیت کې دي او مسؤلین نهدي توانېدلي چې د پولیسو ستونزې حل کړي. په کمونستي رژيمونو کې به نظاميانو ته د اباطې او اعاشې پوره اکمال کېده، اوس خو نيم ترې په وزارت کې ووهل شي، نيم نظامي افسران او درېیمه برخه ترې په لاره کې ووهل شي؛ او په لوږه جګړه نه کېږي.
افغان او بهرنیو پوځونو د ١٧ کلونو په تېرېدو سره له طالبانو سره په ښکاره جګړې وکړې او هم یې استخبارات فعال وساتل، بيا هم په افغانستان کې پر خپله ناکامۍ اعتراف کوي. چې په ښکاره یې له افغانانو جګړه ونه ګټله اوس یې په پټه استخباراتي جګړه هم نه شي ګټلاى.



