ولسي جرګه: د فاریاب او غزني یواځې مرکزونه له حکومت سره دي

 

(کابل ټکی کام ـ۱۳۹۷ غبرګولی۲)

ولسي جرګې نن یو ځل بیا د هیواد په روان امنیتي وضعیت او د طالبانو په پرمختګونو اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې همدا اوس د هیواد دوه مهم ولایتونه (فاریاب او غزني) د سقوط له جدي ګواښ سره مخ دي.

د فاریاب ولایت استازي فتح الله قیصاري وویل؛ د دې ولایت د ۱۴ ولسوالیو یواځې مرکزونه له حکومت سره دي او نورې ټولې سیمې طالبان اداره کوي.

د همدې ولایت یوې بلې استازې رنګینه کارګر بیا د ولایت مرکز هم د سقوط له ګواښ سره مخ وباله او په خبره یې چې که حکومت ورته جدي توجه ونه کړه ښایي د کندوز په برخلیک اخته شي.

داراز د غزني استازې میرمن شاه ګل رضایي وویل؛ وسلوالو طالبانو په تیرو څو ورځو کې د دې ولایت ۳ ( اجرستان،جغتو،او دهیک) ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستې او که په خپل وخت مرستې ونه رسیدې ښایي د ولایت مرکز هم سقوط وکړي.

هغه وایي؛ ستونزې مو له کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او ملي امنیت ریاست سره شریکې کړې خو لا یې هم کوم ځای نه دی نیولی. د دې ولایت استازو خبرداری ورکړ چې حکومت باید په وخت سره د غزني د سقوط مخه ونیسي، کنه نو د سقوط مسؤلیت به یې د حکومت او امنیتي ادارو په غاړه وي.

د غونډې په پای کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي وویل چې د دې ستونزو د شریکولو په خاطر به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د استجواب په موخه د امنیتي ادارو مسؤلین عمومي غونډې ته راغواړي او د روانو جریاناتو وضاحت به ترې وغواړي.

باید وویل شي چې د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې درۍ ځله د امنیتي او کشفي ادارو مسؤلین د ولسي جرګې له خوا استجواب شول، خو دا چې د طالبانو پرمختګونه لا پسې زیات شول، هیڅ کومه لاسته راوړنه یې نه درلوده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button