(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۳)
په هلمند کې میشت امریکایی ځواکونه وایي چې د موساکلا په ولسوالۍ کې یې په یوه هوایي برید کې دطالبانو یوه غونډه په نښه کړې.
په سوېل لوېدیځ کې د امریکايي ځواکونو قومندان ډګرجنرال بینجامین ټي واټسن رسنیو ته ویلي؛ چې دا برید یې د افغان ځواکونو د ملاتړ او د هغوی د مرال لوړلو په خاطر تر سره کړی دی او زیاتوي چې دوی هغه غونډه په نښه کړې چې په کې طالب مشرانو د ټاکنو پر امنیتي ساتونکو د برید پلان جوړاوو.
بل پلو طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا دا ادعا یواځې پروپاګند بللې او ویلي یې دي چې؛ هوايي بریدونه د هستوګنې پر دوو کورونو شوي چې دوی ته پکې هیڅ کوم زیان نه دی اوښتی.
بلخوا ځینې سرچینو ویلي؛ چې امریکایي ځواکونو د شوراب له پوځي اډې څخه د موساکلا ولسوالۍ پر بازار د کروز توغندیو برید کړی چې ولسي خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه په کې اوښتي.
د هلمند دوالي ویاند عمر ځواک هم دا خبر تائیدوي او زیاتوي چې طالبانو تېره شپه په موسی کلا ولسوالۍ کې غونډه لرله، چې بهرنیو ځواکونو په کروز توغندي ویشتلې او ورپسې هوايي بریدونه هم شوي دي.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم د طالبانو د غونډو تر نامه لاندې د ولسي خلکو تجمعات او جلسې په نښه شوې چې وروستۍ بیلګه یې د کندوز د دشت ارچي پیښه وه.
















