میدان وردګ: چاودنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳) د میدان وردګ د والي ویاندعبدالرحمن منګل وايي، نن سهار د سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره کې د چاودنې له کبله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د منګل په خبره، په یاده سيمه کې د ملکي وګړو په فيلډر موتر چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې څلور کسان ول شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
په وژل شويو او ټپيانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.د پېښې ټپيان روغتون د تداوۍ لپاره لېږدول شوي دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه با د چا له لوري ځای پرځای شوی و او تر دې دمه يې پړه هم چا په غاړه نه ده اخيستې.



