(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۳)
امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یوه تحلیلي مطلب کې د افغان ځواکونو له خوا د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ د دفتاني کلي پر مدرسه د بمبار او تر هغه وروسته طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا او بیا د ارګ له لوري د ملکیانو د بښنې غوښتلو په تړاو لیکنه کړې چې دلته یې بشپړ متن خپروو.
نیویارک ټایمز ته یاد راپور څیړونکي علي محمد لطیفي او خبریال احسان الله احسان چمتو کړی دی.
تیره چهارشنبه دافغانستان حکومت دهغو ۳۰ ماشومانو او ۶ ځوانانو له کورنیو څخه بښنه وغوښته چې دهیواد په شمال کې په یوه هوایی برید کې وژل شوي و.
په لومړي سر کې حکومت ادعا کړې وه چې په دې برید کې یې دطالبانو ۱۸ لوړ پوړي چارواکي وژلي دي.
دغه لنډه بښنه غوښتل ۴۴ ورځې وروسته تر هغه رامنځته شوه چې د افغان ځواکونو د ماشینو او میزایلو ډزونو دماشومانو دفارغیدو مراسم چې قرآن کریم یی حفظ کړی و، په ناورین بدل کړ.
د ارګ تر بښنې ۹ ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو (یوناما) دفتر یو راپور نشر کړ ، چې په کې دا شک ښودل شوی و، چې د کابل اداره نړیوالو بشري حقوقو او د خلکو د سلامتیا قانون ته احترام نه ساتي.
د اشرف غني د بښنې دغه متن دا څرګندوي چې د واکمنو او خلکو او همداراز د مرکز او اطرافو تر منځ څومره واټن شتون لري.
په ورته وخت کې متضررې کورنۍ چې شمیر یې ۳۶ ته رسیږی لا هم معلومې نه دي ، حقیقي متضررین خلک چې غم او تاوان سره لاس او ګریوان دي لا هم په تولیز ډول ندي معلوم؛ یوازي هغه نومونه په رسنیو او مجالسو کې څرخیږي چې خلک یې یادوي.
دکابل ادارې دا کار هیڅ قسم عدالت نه پلی کوي، او نه دنورو دغسی ناورینونو د مخنیوي وعدې کوي.
حکومت یوازی هڅه کوي شخصي بښنه وغواړي او خلکو ته وښیي چې حکومت تر طالبانو ښه دی ، ځکه قانونی حکومت دخپلو غلطیو نه هر وخت بخښنه غواړي.
دغه تیرتنه د اپریل په ۲نیټه د دشت ارچي ولسوالۍ د دفتانی په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه ، کله چې دلسګونو ماشومانو ددستاربندۍ مراسم روان و، دا د افغانانو رواج دی چې مشران دماشومانو پر سر پګړي تړي.
دشت ارچي لویه پراخه دښته ده چې ۹۰ زره خلک پکی اوسیږی او ددوی ګزاره په زراعت او دتاجکستان سره په سوداګري باندې ولاړه ده ، سره له دې چې ملګرو ملتونو د 2006 څخه دغه علاقه دمخدره موادو نه پاکه اعلان کړې خو بیا هم دمخدره موادو او غیر قانوني سوداګرۍ یوه داسې نقطه او لاره ده چې د وسلوالو طالبانو تر کنترول لاندې ده.
سمیع الله دګلانو په دکان کې کار کوي ،دی هم پلاستکي ګلان مدرسې ته وړي چې استاذان او شاګردانو ته یی دجلسې نه وروسته ور په غاړه کړي ، دی وایي ماسپښین چې جلسه ختمیدله پورته اسمان ددریو یا څلورو هلیکوپترو په اوازونو ډک شو.
بیا دماشینو ډزې شوې او شاګردان ، استادان او میلمانه یې هدف وګرځول، کله چې خلکو دتیښتې کوښښ کاو، نو د هلیکوپترو څخه ورباندې دمیزایلو انداختونه وشول .
پر یوه دوه پوړیزه ودانۍ چې د مدرسې سره جوخت وه، دوه میزایل ولګیدل چې د مدرسې یو استاد باندې له پاسه ژغ وشو ( مه ویریږه ، منډې مه وهه ، ارام پاتې شه ته زمونږ هدف نه یی)
تر دې ۸۰ فوټه لرې په یوه ودانۍ کي د جلسې امنیتي ساتونکي را غونډ شوي و، چې دوه میزایلې پر دوی ولګیدې.
عیني شاهدان وایي چې دهلیکوپترو په ډزو کی ګڼ ملکیان چی له مدرسې سره نژدې په خپلو کورنو او یا پټیو کې وو، ووژل شول.
دمدرسې یو استاد نعمت الله وایی چی دی په لومړي ځل برسیرن زخمی شوی و، چې بیا وروسته طیارو دوه نور میزایل دجلسي پر ځای وار کړل چې بیا لوی اکثریت شاګردان پکې ووژل شول.
۴۰ کلن سیف الرحمن چی یو عادي کلیوال دی وایي (له مدرسې څخه ۳ میله لرې دخپل دکان نه بهر ولاړ وم ، چې د ډزو او انفجاراتو اوازونه می واوریدل ، زما ذهن ته راغله چې زما درې د تره زامن چی سمیع الله ګل خرڅونکی هم پکې و، په مدرسه کې دي، تر ډیرو هڅو وروسته مې له تره زوی سره اړیکه ونیوه، هغه وویل چې حمله دلته شوې او سمیع الله نه پیدا کیږي ورک دی.)
سیف الرحمن خپله مدرسې ته راځي ګوري چې په مدرسه کی دپګړیو ټوټې ، بوټان په وینو لړل شویو جسدنو تر منځ ګډوډ پراته دي.
کلیوالو زخمیان نژدی کلینیکونو او دواخانو ته په ټکسي، ریکشه او موټرسیکلانو کې نقلول چې سیف الرحمن وتوانید خپل ګل خرڅوونکی د تره زوی سمیع الله دکلي په یوه کلینک کې پیدا کړي چې پوره طبي اسانتیاو، هم پکې شتون نه درلود.
د سمیع الله پښې او لاسونه مات شوي و، چې بیا د کندوز ښار ته یووړل شو او له هغه ځایه بیا په هلیکوفتر کې کابل ته انتقال شو.
ددغې حملې دخبر تر خپریدو وروسته دحکومت اوسني او مخکنيو مسؤلینو اونور مؤثر شخصیتونو ټولو په یوه لهجه ټینګار کاوو، چې حمله په طالب جنګیالیو شوې، او دشاګردانو دمرګ ژوبلی نه به یی ځانونه غلي کړل.
دملکیانو دوژل کیدو د خبر تر ښکاره کیدلو وروسته ځینو کورنیو او بهرنیو رسنیو په هر هغه چا نیوکې کولې چې د حکومت له خوا خپور شوی خبر یې نه مانه.
ځینی خلکو بیا دا پروپاګند شروع کړو چې دا یو بل مثال دی چې طالبان ملکي خلک د سپر په توګه کاروي او ځینې نورو دا ویل چې د ماشومانو وژل کیدل پاکستانۍ ډرامه ده چې دافغان اردو په خلاف یی کوي.
لږه موده وروسته دکابل حکومت داسی اعتراف وکړو چې په دغه حمله کی ملکیانو ته هم تاوان رسیدلی او په ضمن کی دافغاني ځواکونو صفت هم شوی و، چې سم مسلکیان دي، په دغه اعتراف کې بیا د لسګونو ماشومانو د مړه کیدو څه خبره نه وه.
همداراز دسیمې او بهرنیانو د مطبوعاتو دسر ټکی هم هغه څه و، چې حکومت ورته ویلي و، دماشومانو یادونه په ډیره کمه سطحه چې دنیست برابر وه ،کیدله.
دلته دافغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کی دملکیانو د وژل کیدا اوږد تاریخي شتون لري په ځانګړې توګه په هغو سمیو کی چی د مرکز نه لرې پرتې دي.
داشرف غنی او دهغه د لارښوونکو سوړ عکس العمل حتمي ده چې دخلکو په منځ کی قهر او غصه نوره هم را وپاروي.
اشرف غنی ته په کار ده چې دمعذرت غوښتلو نه زیات نور ګامونه واخلي باید دعدالت دتآمین او دمرتکبینو سره د قانوني چلند ټینګې ژمنې وکړي.
نیویارک ټایمز
علي محمد لطيفي خبریال
إحسان الله إحسان څیړونکی
















