ټرمپ د شمالي کوریا له مشر سره ترسره کېدونکې لیدنه لغوه کړه

سپینه ماڼۍ وايي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره خپله پلان شوې لیدنه لغوه کړې.

ډونلډ ټرمپ ویلي د شمالي کوریا د ”سخت عصبانیت او ښکاره دښمنۍ“ له امله اوس مهال په سنګاپور کې د یو بل لیدل نامناسب دي.

ښاغلي ټرمپ د خپل لیک په پیل کې د کیم ”له وخت ورکولو، صبر او هڅو“ مننه کړې او ویلي یې دي چې له ده سره لیدو ته لېوال دی خو د شمالي کوریا وروستیو څرګندونو د لیدنې په مخ کې خنډ جوړ کړی دی.

د امریکا ولسمشر همداراز د شمالي کوریا مشر ته لیکلي: ”تاسې د خپل اټومي ځواک خبره کړې ده، موږ چې څه لرو دومره ځواکمن دي چې زه خدای ته دعا کوم چې هیڅکله هم استعمال نه شي.“

کیم جونګ اون ته د ډونلډ ټرمپ لیک

ډونلډ ټرمپ ویلي که شمالي کوریا خپل فکر او نظر بدل کړي کېدای شي بېرته د دواړه مشرانو یو بل سره غونډه وشي.

ټاکل شوې وه چې ټرمپ او کیم جونګ اون د راتلونکې جون میاشتې پر ۱۲مه نېټه په سنګاپور کې یو بل سره وویني.

شمالي کوریا تېره اوونۍ یو ځل بیا امریکا ته ګواښ کړی و چې د دواړو هېوادونو د مشرانو غونډه به لغوه کړي.

ویل کېږي چې شمالي کوریا دا ګواښ د ډونلډ ټرمپ د مرستیال، مایک پنس، د خبرو په غبرګون کې کړی و. پنس ویلي و که شمالي کوریا  سره د غیراټومي کولو پر سر توافق ته ونه رسېدل نو ”د لیبیا له نسخې“ به کار واخلي.

د ”لیبیا موډل“ په ۲۰۱۱ز کال کې پر دې هېواد د امریکا او د متحدینو پوځي برید ته اشاره کوي، چې په پایله کې یې د معمر قذافي رژیم سقوط شو او پخپله قذافي هم ووژل شو.

شمالي کوریا د لیبیا د نسخې په اړه د مایک پنس خبرې  ”احمقانه“ بللې دي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button