(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۴)
هغه لانجمن قانون چې له لسیزو راهیسې پرې ناندرۍ روانې وې ، تیره ورځ د پاکستان پارلمان ومانه.
فاټا یا قبایلي علاقه یوه ازاده سیمه بلل کېده او فدرالي حکومت یې چارې تنظیمولې، خو په خپله یې داخلي ازادي هم لرله.
د پاکستان پارلمان ۳۴۲ غړو څخه ۲۲۹ غړو دا قانون په لوی اکثریت ومانه او پاکستاني لومړي وزیر دا چاره یو تاریخي ګام بللی دی.
د دې قانون تر مخه به قبایلي سیمې ( شمالي او جنوبي وزیرستان، خیبر، مومند، باجوړ، کورمه او اورکزي) له خیبر پښتون خوا سره ګډیږي او او د ژوب، بوری، چاغي، ډالبندین او د سیوۍ بوګټي او مري قبیلې به په بلوچستان ایالت کې ګډېږي.
دا لایحه به سبا ورځ د سنا مجلس او تر هغه وروسته د خیبرپښتونخوا آیالتي اسمبلۍ تائیدوي او بیا به یې پاکستانی ولسمشر لاسلیک کړي.
د پاکستان جمعیت اسلام ف ډلې او پښتونخوا عوامي ګوند د پارلمان دا اقدام غندلی دی.
باید وویل شي چې د ګډحکومت له پیل ګنګوسې دا دي چې اشرف غني له پاکستان سره د ډیورنډ کرښه منلې ده.
قبایلي سيمې یا فاټا د نولسمې پېړۍ(1800) له پای څخه تر دې دمه پورې لانجمنه سیاسي، جغرافيايي او قانوني نقشه لري- په هند کې واکمن انگریز دغه سيمې د هغه وخت د افغانستان نه ونیولې— په وس وخت کې ټوله قبايلي سيمه پاکستان په 1947 کې د هندوستان د تقسيم راهسې د خپل مرکزي حکومت د واک لاندې ساتي خو هلته یې اولس ته د نور پاکستان په شان ايني، قانوني، او بشري حقونه نه دي ورکړي- د پاکستان ریاست په فاټا کې تاريخي، جغرافيايي، نظامي او قانوني بدلون غواړي خو د افغانستان د ګډحکومت ادارې پرې تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښوودلی.
















