ويسا: اوسنی نظام د نجيب د رژيم غوندې برخليک سره مخ کېدونکی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۵) له کابله خپرېدونکې ويسا ورځپاڼه په خپلې سرمقالې کې د ولسي جرګې راتلونکي انتخابات ترسره کېدل يوه معما بللې زیاتوي چې د ډيرو وجوهاتو له مخې دغه پروسه شکمنه او اندېښمونکې ده.

ويسا د ځينو راپورونو له مخې ويلي، چې حکومت هڅه کوي د لسو کسانو يو کمېسيون وګماري او ” د ايران د شوراى نګهبان په څېر د ولسي جرګې نوماندان چاڼ كړي”  او له واکه د غلطې ګټې په اخيستو به نامطلوب نوماندان د انتخاباتو د کمېسيون له لوري په يوه پلمه له ليسته وغورځوي.

ويسا وړاندې ليکي، اوسنی حکومت د خپلې بدنامۍ او خپلو ادارو د بدنامۍ هيڅ پروا نه ساتي او يواځې خپلو او د خپلو بهرنيو پلويانو پر سمدستي ګټو تمرکز کوي.

ويسا زياتوي، دا مهال پارلمان کې ځينې کسان شته چې کله کله که د زړه له کومې نه وي خو د بازار تېزۍ لپاره د امنيتي تړون پر خلاف غږ پورته کوي په خبره يې حكومت او د دوى بهرنيو ملاتړو ته د راتلونكي پارلمان په اړه تر ټولو مهم ټكى دا دى چې داسې څوك پكې را نشي چې له امريكا سره د امنيتي تړون په شمول د بهرنيانو د روان انډوخر په باب انتقادي نظر ولري بلکې هڅه به يې دا وي چې د هېواد ملي او مانيزو ارزښتونو او ګټو ته ژمن کسان پارلمان ته لاړ نه شي.

ويسا ليکي، په دغه ډول وضعيت سره به وحشتونه ډير او د ولس غږ په رسنيو کې غلی وي خو په حقیقت کې به اعتراضونه تر پخوا څو چنده زيات وي، ظلمونه به زيات وي چې د ولس غبرګون به له ځان سره لري او بیا  به امريکا او نړيواله ټولنه تر اوس له ډيرو ستونزو سره مخ وي.

ورځپاڼه ليکي،(د اوسني حكومت ناتواني، بې وسي او بې كفايتي او د بهرنيانو وحشتونه به دې ته لا زمينه برابره كړي چې مخالفه جبهه تر اوس هم پياوړې شي، بالاخره به “اوسنى نظام د نجيب د رژيم له برخليك سره مخ كېږي” او تر شا ولاړ ځواكونه به يې خامخا د پخواني شوروي د پوځونو پر برخليك اوړي).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button