د ولسي جرګې او شوراګانو ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم ليکنه پيل شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۵) د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د کانديدانو د نوم ليکنې بهير د پيلولو اعلان وکړ.

د دغه کمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد وويل، د نوم ليکنۍ دغه لړۍ به د غبرګولي مياشتې له پنځمې (له نن ورځې پيل) او د همدې مياشتې تر ۲۲ نيټې پورې به دوام وکړي.

صياد زياته کړه، د هغوی لپاره چې د راتلونکو ټاکنو لپاره ځان کانديدوي په مرکز او ولايتونو کې امادګي نيول شوې، فورمې ورکول کېږي او کانديدان به يې له ډکولووروسته بيرته کمېسيون ته سپاري.

د ټاکنو کمېسيون وايي، په هر ولايت کې يې د نوماندانو د نوم ليکنې لپاره درې تنه مامورين ګمارلي دي.

د کمېسيون د مهالويش پر اساس، لومړی به د نوماندانو اسناد له پلټنې وروسته د اروزنې لپاره د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته استول کېږي، د هغوی له ارزونې وروسته به د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته سپارل کېږي.

د انتخاباتو خپلواک کميسيون د راتلونکو پارلماني او ولايتي شوراګانو لپاره د ميزان ۲۸ د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه ټاکلې ده.

په داسې حال کې د نوماندانو نوم ليکنه پيل شوه چې تېره ورځ د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ “ټيفا” د نوماندانو د نوم ليکنې په پروسه اندېښنه وښوده ويې ويل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د يادې پروسې لپاره لازمه امادګي نه ده نيولې، تخنيکي برخې يې ستونزې لري او په دې پروسه کې نيمګړی مديريت او نيمګړی شفافيت هم لوی ګواښ دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button