(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۵) د هند په آی پي ال يا غوره لیګ سياليو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان ارمان تر ټولو ښې لوبې د هغه لوبډله “سن رايزر حیدراباد لوبډله” پایلوبې ته ورسوله.
د غوره ليګ سياليو په سيمې فاينل کې د سن رایزر حیداراباد او کلکتې د کی کی آر لوبډلې تر منځ لوبه وه چې د کی کی آر لوبډلې ته يې ماتې ورکړه او خپله فاینل ته ورسېده.
راشد خان په دې لوبه کې د ښې توپ اچونې تر څنګ حيرانوونکې توپ وهنه هم وکړه.
نوموړي د سن رایزر حیدراباد لوبډلې لپاره په لس بالونو ۳۴ منډې جوړې کړې او په خپلو څلورو اورونو کې يې يواځې د نوولس منډو په ورکولو سره د مخالفې لوبډلې درې مهم لوبغاړي هم وسوځول.
راشد خان ارمان د دغې مهمې لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه خو نوموړي دغه جایزه په جلال اباد کې د کرکټ وژل شويو او ټپي شويو لوبغاړو ته ډالۍ کړې او په خپله فسبوک پاڼه يې ليکلي: خوښ یم چې ستاسو د دوعا په برکت بیا د لوبې غوره لوبغاړی شوم. د غوره لوبغاړي جایزه دې د جلال اباد د کرکټ د میدان شهیدانو او زخمیانو ته ډالۍ وي.
ټاکل شوې ده چې د هند د غوره ليګ سياليو پايلوبه د یکشنبې په ورځ په ممبي کې ترسره شي.


















