سوریه کې پر داعش د عراق تازه هوایي بریدونه   

د عراقی فوځ اړوند د ګډو عملیاتو قوماندانۍ په خپله یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د دوی الوتکو د تیرې جمعې په ورځ د سوریې په خاوره کې د اسلامي دولت تنظیم یا داعش دوه مرکزونه بمبار کړي دي.

اعلامیې ویلي دی چې د عراق ایف ۱۶ ډوله الوتکو په دغه ورځ پر دوه اهدافو ګوزارونه کړي چې لومړی هدف یې د قوماندانۍ مرکز، او دوهم یې د توغندیو هغه زیرمه تون و چې د داعش افراد پکې میشت وو او د سوریې په هجین سیمه کې  یې موقعیت درلود. 

د اعلامیې په وینا دغه بمباری یې د یو لړ استخباراتي معلوماتو په بنسټ ترسره کړې چې دواړه ځایونه یې په پوره ډول له مینځه وړي خو د وژل شویو د شمیر په اړه یې څه معلومات ندی ورکړی.

همدا راز د عراق د دفاع وزارت د راپور په اساس عراقي الوتکو تر دې دمخه د روان کال د مۍ په ۶مه او ۱۴مه هم د اسلامي دولت تنظیم ځینې مرکزونه د سوریې په الحسکه او الدشیشه سیمو کې په نښه کړي وو، او د تیر اپریل په ۱۹مه عراقي الوتکو د سوریې په دیر الزور ولایت کې د داعش مرکزونه په نښه کړې وو، چې له کبله یې ۳۶ کسان وژل شوي وو.  

څه موده مخکې د عراق صدراعظم حیدرالعبادي ویلي وو چې بغداد پریکړه کړې څو د سوریې په خاوره کې د اسلامي دولت یا داعش ډله به تر هغې تعقیب کړي څو یې په بیخي توګه له مینځه وړې نه وي، ځکه چې د عراق پولو ته په څیرمه سیمه کې د دې ډلې وجود د عراق لپاره تهدید دی.

حیدر العبادی تیره میاشت د عراق جنوب ته په العماره ښار کې په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې ده چې په سوریه کې د داعش پر مراکزو د عراقي الوتکو هوایی بریدونه شوي دي او دا بریدونه به تر هغې دوام ومومي څو داعش په مکمل ډول له  مینځه تللی نه وي.

د تیر کال په دیسمبر میاشت کې بغداد هغه مهال چې د داعش پر وروستۍ ځاله یې بری ترلاسه کړ اعلان کړی و چې د داعش په وړاندې یې جګړه پای ته  رسیدلې ده.

د عراق – سوریې پولې پخوا د عراقي حکومت لپاره د تهدید سیمه ګڼل کیده چې د داعشیانو د جنګیدونکو سرتیرو لپاره د تګ راتګ لاره وه خو اوسمهال د جنګیدونکو نه بلکې یواځې د داعش د وسله والو د تګ راتګ سیمه ګڼل کیږي.  

 د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button