طالبانو د شريعت غږ راډيو خپرونې نورې هم پراخې کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۶) څو ورځې مخکې د غزني ولايت څخه راپورونه ورکول شول چې طالبانو په دغه ولايت کې د “شريعت غږ” په نوم اف راډيو فعاله کړې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، د طالبانو د شريعت غږ راډيو نشرات لومړی په نږدې سيمو او ولسواليو کې اورېدل کېدل خو اوس يې د نشراتو سيمه پراخه کړې او څو ولايتونو ته غځولې ده.

ويل کېږي، شريعت غږ راډيو دا مهال د کابل د ځينو سيمو په ګډون په غزني، زابل، قندهار او شاوخوا ولايتونو کې په ۹۹،۲۰ اورېدل کېږي چې د طالبانو خبرونه، ترانې اوتقريرونه خپروي.

د غزني اوسېدونکي وايي، په لومړيو کې د طالبانو راډيو خلکو نه اورېدله خو اوس يې اورېدونکي د هرې ورځې په تېرېدو زياتېږي په خبره يې په دولتي ادارو، پوځي مرکزونو او پوستو کې يې دولتي کسان هم د هغوی خپرونې تعقيبوي.

د غزني ولايتي چارواکي د طالبانو د شريعت راډيو نشرات تاييدوي خو وايي چې بندولی يې ځکه نه شي چې د دغې راډيو د ګرځنده اف ام له لارې کېږي د ځای معلومول او لاس رسی ورته مشکل دی.

د يادونې ده، چې د پکتیا او پکتیکا په ځينو سيمو کې له ډېرې مودې راهیسې د “شاهي کوټ شریعت غږ راډيو” په نامه د طالبانو یو بل اف ام سټېشن هم نشرات لري.

طالبان په مطبوعاتي برخه کې پر رسمي ویبپاڼه الاماره سربېره، انلاین راډيو، د څرک، مورچل، شهامت، حقیقت او الصمود په نامه په اردو، پښتو، دری او عربي چاپي خپرونې هم لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button