کیسه کونکی: عبد المتین غورځنګ
د بنديانو کاشټر موټر کې چې زه هم پکې ووم له پل چرخي زندان څخه د چل رياست پر خوا روان وو. په څنګ سېټ کې مې د ازبکستان اوسېدونکی يو بندي مجاهد هم ناست وو، په لاره کې مې ورڅخه پوښتنه وکړه چې تا چېرته وړي؟ راته يې کړه چې ما د ازبکستان حکومت ته سپاري. بيا مې ورته وويل چې په افغانستان کې دې څوک خوښېږي؟ راته يې کړه چې مجاهدين (طالبان) مې خوښېږي خو په طالبانو کې مې ملا محمد عمر رحمه الله بيا ډېر خوښ وو، بيا مې ورته وويل چې ولې دې خوښېږي علت يې ووايه! ويل یې کله چې ځوان زلمی شوم نو له جهاد سره مې ډېر شوق پيدا شو خو په ازبکستان کې ښکاره مجاهدين نه وو نو ځکه مې څه نشوای کولی. مګر تر يو څه پلټنې مې وروسته د قاري طاهر يلداش ( جندالله) ډلې يو ملګری پيداکړ چې له هماغه سره افغانستان ته راغلم. په افغانستان کې د طالبانو حکومت وو. تر یو څه مودې وروسته مو د خپلې ډلې د امير په غوښتنه له ملا عمر رحمه الله سره ملاقات کېدونکی شو د ملاقات په اړه نو ما فکر کاوه چې د ملا صاحب تشريفات به څنګه وي؟ ملاصاحب سره به خبرې څنګه کوو؟ د ملاقات لپاره به وخت راکړي او کنه؟ د ملاقات ځای به څومره په ښو فرشونو او غاليو پوښل شوی وي؟ لنډه دا چې زموږ ملاقات تر ټولو مخکې شو نو ما له خپل امیر نه وپوښتل چې دا ولې دومره ژر وشو؟ امیر راته کړه چې ملاصاحب د بهرنيو مجاهدينو ډېر خيال ساتي ځکه يې ملاقات هم له ټولو مخکې راکړ.
کله چې ملاقات ته لاړو نو زما فکرونه بيخي سرچپه وختل نه غالۍ او فرشونه وو، نه بنګلې وې، او نه مې کوم ډول تشريفات وليدل. بس په عادي شکل مو سلام وکړو او تر ټولو جالبه دا چې د ملاقات ځای يوه غريبانه جونګړه او د افغانانو دوديزه کوټه وه. د ملاقات پر وخت مې چې د ملاصاحب له رعب ډکې څېرې ته وکتل نو قسم په الله چې فکر يووړم چې ګوندي زه د عمر بن خطاب مخکې ناست يم بس په څېره مبارکه کې یې رعب، جلال، دبدبه او د تقوا نورانيت له ورايه ځليده. چې د څېرې نورانيت يې هر چا ليدلی شو.
دا د يوه ازبک ملګري له خولې چې له پلچرخي زندان څخه راسره د کاشټر موټر په څنګ سيټ کې ناست وو او سخت خفه هم وو د خفګان علت یې دا وو چې وايي حکومت مې د ازبکستان حکومت ته سپاري او هغوی مې بيا په ډېره بې رحمۍ په شهادت رسوي.

















