روسي چارواکي وايي د سوریې په ختیځ دیرالزور ولایت کې د جګړې پر مهال څلور روسي پوځیان او د سوري رژیم لسګونه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
روسي رسنیو، د روسیې د دفاع وزارت د اعلامیې له قوله، لیکلي جګړه وروسته له هغه رامنځته شوه کله چې ګڼو وسله والو ګروپونو د شپې مهال د سوریې د دولتي ځواکونو پر یوې توپخانې برید وکړ، چې په پایله کې یې دوه روسي مشاورین ځای پر ځای ووژل شول او دوو نورو روغتون ته تر نقل کېدو وروسته ژوند له لاسه ورکړ.
د روسیې د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، په دې یو ساعته جګړه کې، چې په اعلامیه کې یې د رامنځته کېدو وخت نه دی ښودل شوی، ۴۳ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
بل خوا، په برتانیا کې د سوریې د بشري حقوقو د څار ادارې ویلي په یاده جګړه کې نهه روسي پوځیان او ۲۶ د سوریې د رژیم عسکر وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د روسيې د دفاع وزارت د اعلامیې په استناد ویلي چې د ۲۰۱۵ز کال له سپټمبر میاشتې راهیسې، کله چې روسیې د سوریې په کورنۍ جګړه کې مداخله پیل کړه، ۹۲ روسي پوځيان وژل شوي دي.
روسیه د سوریې په ۷ کلنه کورنۍ جګړه کې د دې هېواد د ولسمشر بشار الاسد ټینګه ملاتړ کوونکې ده.















