امریکایي ورځپاڼي نیویارک ټايمز د سعودي له حکومته غوښتي چې تېرو دوو اوونيو کې یې کومې مدني فعالاني نیولې دي هغه دې ژر تر ژره خوشې کړي.
ورځپاڼې د سعودي وليعهد په روانو اصلاحاتو شک څرګند کړی دی، او لیکي: کومې مدني فعالاني چې سعودي حکومت نیولې دي همدوی د موټر چلولو لپاره د ښځو د حق غوښتنه کوله.
ورځپاڼه زیاتوي: محمد بن سلمان د ښځو موټر چلولو ازادي په اړه د دیني عالمانو مقابله نه شي کولای، نو تر دې د نورو سختو کړنو په اړه به یې څنګه مقابله وکړي، لکه له خارجي وګړو د کفالت ختمولو قانون او داسې نور.
داسې ښکاري چې امریکایي ورځپاڼه نیویارک ټايمز تېره اونۍ سعودي کې د څو ازاد فکره مدني فعالانو مېرمنو نیولو سخته غوسه کړې ده، ځکه پر ځوان وليعهد بې رحمه نیوکې کوي، هغه لیکي: دا لومړی ځل نه دی چې سعودي وليعهد هغه «اصلاحي فعالان» ویروي چې غواړي هیواد کې «اصلاحات» رامنځته کړي.
نیویارک ټايمز تېر کال سعودي کې د لسګونو سعودي تاجرانو، لیکوالانو، پوهانو او منځلارو دیني عالمانو د نیولو خبره هم کړې ده، چې هغه کې د بشري حقوقو مخالفتونه رامنځته شوي دي او دا راز د هغه ځیني کړنو باندنۍ کمپنۍ هم سعودي کې د پانګه اچوني په اړه شکمني کړې دي.
سعودي وليعهد که څه هم واک ته له رسیدلو سره سم ډېر داسې کارونه کړي دي چې هغه د هیواد د مهمو دیني تمايلاتو خلاف دي او په ټولیزه توګه د غرب او امریکایانو له غوښتنو سره سم دي خو بیا هم د غرب مهمې ورځپاڼې او سیاستوال د هغه دا کارونه نيمګړي ګڼي او له هغه نه د لازياتو «اصلاحاتو» غوښتنې کوي.














