انعامي : طالبان هیڅ خپل منځي اختلاف نه لري

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۶)

د ولسي جرګې یوه غړي ازاداۍ رادیو ته ویلي چې، طالبان د واحدې قوماندې لاندې راټول او یوه متحده ډله ده .

د ولسي جرګې وکیل عبدالرؤف انعامي هغه نومونه چې د حکومت او بهرنیانو له خوا طالبانو ته کارول کیږي، غولونکي او او پروپاګند بولي او زیاتوي چې دا ادعا چې ګواکې طالبان دې په ټوټو ویشل شوي وي، له واقعیت نه لرې خبر ده.

انعامي وایي، طالبان په ټولو حملو او بریدونو کې یو متحد نظر لري او د یو مطلق اطاعت تر مخه د دې ډلې ټیټ پوړي طالب جنګیالي خپلو لوړ پوړ مشرانو ته په پوره مانا ژمنتیا لري، چې په خبره یې دې چارې دا ډله متحده ساتلې .

تر دې وړاندې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم ټینګار کړی و، چې دوی هیڅ خپل منځي اختلاف نه لري، او “د کوټې شورا،پیښور شورا، حقاني شبکه،“ او ورته نور نومونه یې د دښمن تبلیغات بللي و.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ناڅرګنده کسانو له خوا ځینې خطونه شیندل شوي و، چې د طالبانو د خپلمنځي اختلاف ښکارندویي، یې کوله.
خو طالبانو چې تر دې وړاندې هم دا ډول لیکونه د مقابل لوري پروپاګند بللی داځل یې هم ویلي چې ‘ د دې لیکونو له شیندلو ښکاري چې دښمن د پروتې لغتې وهي‘

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button