لیکوال: نعمان منلی
تقریبا یوه اوونۍ کیږي چې مالیزیا کې د دي هیواد پخوانی ولسمشر مهاتیر محمد یو ځل بیا واک ته ورسید، د رسنیو له خبرونو سره سم هغه په دې کمه موده کې له فاسدو واکمنو 50 ملیارد ډالره واخیستل او د دولت خزانې ته یې وسپارل.
نوموړي د مالیزیا اوږده موده واکمن پاته شوی (١٩٨١- ٢٠٠٣) په دې موده کې هغه مالیزیا د نړي له سترو اقتصادي او بډایه هیوادونو وګرځوله، کال: ۲۰۰۳م کې هغه له سياسته تقاعد شو، خو له ده وروسته ځیني واکمنو لکه نجیب ابراهیم په فساد او غلا اخته شول، نوموړی بیرته ولس مجبور کړ چې سیاست ته راودانګي.
پنځلس کاله وروسته د مالیزیا خلکو بیرته مهاتیر محمد واک ته ورسوه، تقریبا اوونۍ کیږي چې هغه واک ته رسیدلی دی، په دې لنډه موده کې د هغه لاسته راوړنې په لاندې ډول دي:
د پخواني لومړي وزیر نجیب ابراهیم نیول
۹ نور وزیران نیول
د فاسد چارواکو بر مخ هوایي لارې تړل
د فساد په تور ۱۴۴ تجاران نیول
د فساد په تور ۵۰ قاضیان نیول
د فساد په تور ۲۰۰ د پولیسو مشران نیول
له فاسدو چارواکو ۵۰ ملیارد ډالره اخیستل
له جون ۲۰۱۸ م نه د کتابو ټيټول
پوښتنه: شونې ده زموږ مجاهد او غیرتي ولس کې د
مهاتیر محمد غوندي پاک او غیرتي نارینه پیدا شي؟!















