(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۷)
وروسته تر هغه چې د جنوبي کوریا ولسمشر له کیم جونګ اونګ سره وکتل، امریکا هم راتلونکو خبرو ته خوشبیني ښوودلې او تازه یې دې هیواد ته د لوړې کچې پلاوی استولی.
امریکا شمالي کوریا ته د سونګ کیم په مشرۍ پلاوی لیږلی تر څو هلته د دې هیواد له استازو سره د کیم اوټرمپ د راتلونکې ناستې په تړاو خبرې وکړي.
کیم سونګ په جنوبي کوریا کې د امریکا پخوانی سفیر او له شمالي کوریا سره د اتومي مذاکراتو پخوانی مشر پاتې شوی دی.
په همدې حال کې شمالي کوریا یو ځل بیا ویلي؛ چې له امریکا سره یې د خبرو نیت د اقتصادي مرستو په هیله نه دی، بلکې د یوې دیپلوماسي له پلوه غواړي دا جنجال پای ته ورسیږي.
شمالي کوریا ویلي؛ د خبرو وړاندیز هم امریکا کړی او لیوالتیا هم د هغوی ده.
ټرمپ څو ورځې وړاندې په خپل یوه ټویټ کې د شمالي کوریا له مشر سره په سنګاپور کې د راتلونکې ناستې د لغوه کیدو اعلان کړی و، خو د شمالي کوریا تر سپیناوي وروسته اوس بیا یادې ناستې ته هیلې زیاتې شوې.















