تميم توفيق
يو خبر وايي چې طالبانو په تکتيکي چاودنه کې د ګل نبي په نوم د اربکيانو هغه مشر وژلی چې له لوګر څخه يې د امريکا ولسمشر ټرمپ ته د سرو زرو مډال ورليږلی و او د ټول افغان ولس په نمايندګي يې پرې ليکلي و چې دا مډال ټرمپ ته د هغه د شجاعت او دلاوري په سبب ډالۍ شوی.
ګل نبي خپل ځان د ټرمپ د جګړه ييزې ستراتيژۍ قرباني کړ، دی نه و خبر چې د ټرمپ روانه کړې جګړه خپل او پردی نه پيژني او يوه ورځ به د ده ککرۍ هم د پل عالم په پاخه سرک ورغړوي.
دی نه و خبر چې د افغانستان غيرتي او له پردو سره نفرت لرونکې خاوره او ولس هغه ککرې او قدمونه د دې وياړلې خاورې په سر نه پرېږدي چې د همدې غيور ملت په نمايندګي د دوی د سرسخته دښمنانو ملګرتيا کوي او د دې مظلوم ملت لا ځپلو ته يې هڅوي.
ګل نبي او ملګري يې فرهاد اکبري خو په دې تلويزيوني خبره د افغان ولس تيرايستلو هڅه وکړه چې ټرمپ ته يې د پاکستان په مقابل کې د سخت او کلک دريځ له امله مډال ليږلی، خو نن به د قبر هغو ملايکو ته څه ځواب ورکوي چې د ده په ټولو فکرونو او باورونو له وړاندې آګاهي لري.
که ټرمپ د پاکستان په وړاندې هر څومره سخت دريځ خپل کړی و، خو ګل نبي او فرهاد ته نه ښاييدل چې د ټرمپ د هغه شجاعت!؟ ستاينه وکړي چې پاکستان ته يې د افغانانو په وژنه کې ورښکاروي.
په هر تقدير، ګل نبي نن د الله تعالی عدالت ته مخامخ شو. هغه عدالت چې په حقايقو د پردې غوړولو هيڅ رسنيزې تبليغاتي غورځې پرځې ترې شواهد او واقعيتونه نه پټولی شي او نه يې ورته په بل ډول وړاندې کولی شي.
نن به ګل نبي د لوګر هغې ناوې/زوم ته څه ځواب وايي چې د واده په شپه د ټرمپ جګړه خوښيو عسکرو په بې رحمانه ډول په شهادت ورسول؟ هغو سپين سارو/سپينږيرو او ماشومانو ته به څه ځواب ورکوي چې په کلونو کې يې د خوشحالۍ په همدې شپه په شونډو موسکا خوره شوې وه، خو د ټرمپ چورلکو يې د خوښۍ غږ د تل لپاره خاموش کړ.
اوس به ګل نبي هغو ټوټې ټوټې شهيدو افغانانو ته د خپل عمل څه توجيه کوي چې په خپل کور کې په خوب ويده د ټرمپ/اوباما/بوش د هغه شجاعت قرباني شول چې په دې پاکه خاوره يې روس، چين، ايران او يا پاکستان ته ورښکاره کاوه او هغوی يې د دې مظلوم ملت په وحشيانه بمبارولو ويرول.
ګل نبي به نن په سوال او ځواب کې هغې زره چاودې لوګرۍ مورکۍ ته څنګه پورته ګوري چې يوازيني په کلونو ورک زوی يې په تورو زندان کې د ټرمپ د جګړه مارو عسکرو له شنکجو لاندې ژوند بايلود او له دې سره يې په قبر کې ملاقات وشو.
زمونږ کلک ايمان او باور دی چې نن به د ټرمپ په شجاعت!؟ خوښ او مست ګل نبي د هغه قرآن په وړاندې د خجالت څټ ځړولی وي چې د شجاع ټرمپ عسکرو و اذنابهم په مرميو غلبيل او پاڼې يې د امريکايي پارسفورسو له لوګیو سره د لوګر اسمان ته پورته شوې وې.
او بلاخره موږ باور لرو چې د ټرمپ او د هغه د وحشي صفته اسلافو په وړاندې د افغانانو روان مقاومت خدای ته منظور دی؛ نو ځکه به ټرمپ ته د ليږلي مډال په سزا کې د قبر فرشتې ګل نبي ته د فولادي ګورزونو مډالونه ورکوي.















