(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۷) د هند د تجارتي کرکټ سياليو د ليګ “IPL” تېره شپه وروستۍ لوبه پايلوبه وه چې د چينای سپرکينګ په اتلولۍ پای ته ورسېده.
دغه لوبې د اپريل په اوومه نيټه پيل شوې وې چې د هند څوارلس ټيمونو پکې ګډون درلود او پنځوس ورځې روانې وې.
د آی پي ال پايلوبې ته د حیداراباد او چینای سوپرکينګ لوبډلو لاره پيدا کړه چې تېره شپه يې پايلوبه وه.
لومړۍ لوبه هغه لوبډلې وکړه چې دوه افغان لوبغاړي راشدخان او محمدنبي هم پکې لوبېږي (حیدراباد) او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.
چینای سوپر کينګ ټاکلی هدف په نولسم اوور کې پوره او پايلوبه يې په خپل نوم کړه.
د چینايي سپر کینگ ټیم دا دریم ځل دی چې دا ای پي ایل جام گټي. د حیدراباد ټیم یو ځل گټلی .
د هند په آی پي ال کې د راشد او محمد نبي سربيره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي مجيب ځدران هم شتون درلود او په کم عمر کې يې د نړۍ تکړه لوبغاړي وسوځول.
راشد خان وړمه ورځ د آی پي ال په پايلوبه کې تر ټولو ښه لوبه وکړه او په کمو بالونو يې زيات سکور وکړل دغه راز په څلورو اورونو کې يواځې نولس منډې ورکړې او درې تکړه لوبغاړي يې وسوځول.
په نيمه پايلوبه کې د راشدخان ښې لوبې د حيدراباد لوبډله تر پايلوبې راورسوله او يادې لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم خپله کړه.















