پاکستان  د لنډمهال لپاره پښتون وزیر اعظم ټاکلی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۷)

له اوږدو بحثونو او ناندریو وروسته پاکستاني چارواکي د لنډ مهال لپاره د یو پښتون لومړی وزیر په ټاکلو سره سلا شوي.

نن ماسپیښین د د وزیراعظم شاهدخاقان عباسي او مخالف لیډر سید خورشید شاه ترمنځ له یوې اوږدې لیدنې وروسته دواړو مشرانو په یو پریس کانفرنس کې وویل؛ چې دخیبر پښتونخوا د سوات د سیمې اوسیدونکی او د پاکستان دسترې محکمې پخوانی مشر قاضي ناصر الملک یې د هیواد د لنډ مهاله وزیراعظم په توګه نومول شوی دی.

د پاکستاني حکومت قانوني موده د مۍ پر ۳۱ پای ته رسیږي چې تر هغه وروسته به د لنډمهال لپاره د صدر اعظمۍ دنده پښتون مشر ناصر الملک ته وسپارل شي.
نوموړی به د جولای پر ۲۵ ټولټاکنې کوي او بیا به په قانوني توګه خپل واک نوي ټاکل شوي وزیر اعظم ته سپاري.

باید وویل شي چې، د پاکستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې یو پښتون د وزیر اعظم په توګه ټاکل کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button