ننګرهار :ځانګړو ځواکونو ۸ ملکي وګړي وژلي او ګڼ نور ټپیان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۸)

 

د ننګرهار ولایت څخه راپورونه وایي چې د صفر ۲ قطعې ځانګړو ځواکونو تیره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د دې ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند د دولتزیو په چینو کلي کې عملیات کړي چې له کبله یې ګڼو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د مشرانو جرګې د دفتر رئیس ضیاؤالرحمن ضیاء وایي؛ “په وژل شوو کې د ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان زورورخان هم شامل دی چې د مسلميار د کورنۍ غړی دی. يو يې کاکا، دوه د کاکا زامن او نور هم د مسلميار د پلار د کاکا زامن او خپلوان دي“

سیمیزې سرچینې وایي؛ په دې عملیاتو کې د قوماندان زورور خان په ګډون ۹ تنه ولسي خلک وژل شوي او او ۸ نور ټپیان دي.
د پیښې یو ټپي رسنیو ته ویلي؛ لومړی يوه چاودنه وشوه او بيا وروسته د پيکا او نورو سپکو وسلو ډزې پيل شوې چې په خبره یې وروسته عملیاتي ځواکونه یو، یو په نښه کول.

په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نجیب الله کامه وال مني چې، د جلال اباد ښار مرکزي‌ روغتون ته د چپرهار له پېښې ۹ مړي‌ او ۸ ټپیان ور وړل شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
د ننګرهار والي په دې تړاو خواشیني ښوودلې او ویلی یې دي چې د پیښی د دقیقې څیړنی لپاره د کابل څخه یو لوړ پوړی پلاوی ټاکل شوی .

دا لومړی ځل نه دی چې افغان ځواکونه په لوی لاس ولسي خلک په نښه کوي، تر دې وړاندې هم په ځلونو ورته پیښې تکرار شوې چې افغان حکومت یې تر اوسه  په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button