خلقيان او کمونستان ولې د مجاهدينو احسانات هېروي؟

لیکوال: عبد المتین غورځنګ
دويم نړيوال جنګ تر هغو پورې جاري وو او دوام يې وکړ تر کومه چې يې عاملين او اصلي پيلوونکي موجود وو، خو کله چې امريکا او متحدينو يې لومړی په جرمني کې د نازيانو ګوند خپل هدف وګرځاوه او په کلي ډول يې له منځه يووړ. همدارنګه يې د جاپان په هيروشيما او ناګاساکي ښارونو؛ چې د د امريکا د مخالفينو مرکزونه وو؛ باندې اتوم بمونه وغورځول او په همدې ترتيب يې د نړيوالو دواړو جګړو اصلي عاملين له منځه يووړل چې تر اوسه بيا کوم نړيواله جګړه نه ده پېښه شوې ځکه چې عاملين يې وجود نه لري.
خو له بده مرغه زمونږ په هېواد کې د جګړې او ورانۍ اصلي عاملين د دې پر ځای چې په کلي ډول له منځه وړل شوي وای؛ تر اوسه په واک کې دي، چې دغه عاملين خلقيان او کمونستان دي.
خلقيان نه يوازې په افغانستان کې له منځه لا نه ړل بلکې دومره په زور کې شول چې اوس خپلو مړو ته شهيدان هم وايي.
په افغانستان کې د خلقيانو په وړاندې که څه هم مجاهدينو خورا اخلاص جهاد وکړ، خو لويه تېروتنه او خطا يې خلقيانو ته عمومي عفوه او بښل وو. چې د مجاهدينو همدا خطا د خلقيانو او کمونستانو د بېرته احيا لامل شوه، د مجاهدينو همدا خطا له خلقيانو سره ستر احسان دی او خلقيان يې بايد ځکه ومني چې همدغه مجاهدين يې د واک پر سر خپلمنځي جنګونو ته وهڅول او د مجاهدينو په وروستۍ دوره کې يې شر او فساد ته لاره هواره.
که چېرې د خلقيانو کمونستانو جنايات وڅېړو نو په نړۍ کې به داسې قانون هيڅکله هم ونه مومو چې خلقيان دې د معافۍ او بښنې وړ وبولي.



