هره ورځ سلګونه افغانان خپل هېواد پرېږدي؟

راپورتاژ: الماس خدرخېل —- د چارواکو او ځينو راپورونو پر اساس هره ورځ له زرو زيات افغانان خپل هېواد پرېږدي او په سختو لارو نورو هېوادونو ته تېښته کوي.

ويل کېږي، په حکومت کې دننه اختلافات نا امني او خراب اقتصادي وضعيت له هېواده د افغانانو د وتلو سبب شوي دي.

د روان ۲۰۱۸م کال په فبرورۍ مياشت کې نړيوال بانک په يوه راپور کې خبرداری ورکړی و چې د بې کارۍ د زياتېدو له کبله ښايي روان وضعيت يوځل بيا ګاونډيو او نورو بهرنيو هېوادونو ته له غير قانوني لارو د افغانانو کډوالۍ زياتې کړي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت هم مني، چې د بې کارۍ د ختمولو د هڅو سربيره لا هم نه دي توانيدلي چې خلکو ته روزګار برابر کړي زياتوي چې دا مهال په هېواد کې له دوه ميليونه څخه زيات افغانان له بې کارۍ سره مخ دي.

د بې کارۍ ترڅنګ وچکالي ايو له هغه لاملونو څخه دی چې د افغانانو اقتصادي وضعيت ننګوي او تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل يوه راپور کې وويل چې دوه ميلیونه کسان د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي چې له کبله يې زرګونه کسانو خپلې سيمې پريښي زياتوي چې ښايي وچکالي افغانان د خوراکي توکو له کمښت او ګڼو نورو ستونزو سره مخ کړي.

د نيمروز ولايتي مسئولين وايي، هره ورځ د دغه ولايت له لارې سلګونه افغانان هېواد پرېږدي، په قاچاقي لارو ايران ته اوړي او بيا له هغه ځايه اروپايي ملکونو ته د تګ هڅې کوي.

د نيمروز مرستيال والي سردار محمد همدرد وايي، هره ورځ د نيمروز ولايت له پولو څخه زر تنه افغانان هېواد ته اوړي او له هغې لارې نورو هېوادونو ته ځي.

همدرد د دغه افغانانو د هېواد پرېښودو اساسي لامل نا امنۍ، بېوزلي او بې کاري بولي په خبره يې له امله يې په ډله ييز ډول هېوادوال خپل ملک پرېښودو ته مخه کوي.

نوموړی وايي، د قاچاقبرانو د نيولو هڅه يې پيل کړې ترڅو نورو هېوادونو ته په قاچاقي لارو د افغانانو د ورته مخه ونيول شي خو لا هم نه دي بریالي شوي.

نيمروز د هېواد په سوېل لوېدځ کې د هېواد له هغه ولايتونو دى چې له ايران او پاکستان سره ګډه پوله لري او د نا قانونه ګډوالۍ د تګ راتګ په اصلي دروازه بدل شوى دى

له تېرو څو کلونو راهيسې له هېواده د افغانانو د تېښتې او هېواد پرېښودو هڅې ګړندۍ شوي چې په دغې کسانو کې يې ځينې تر خپل منزله رسېدلي او زرګونه نور بيا په لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال پنځه نيم ميليونه افغانان په بهر کې اوسېږي چې له جملې يې پنځه لکه په امریکا او اسټراليا، ۴۸۷۳۹۹ په اروپا، ۲۱۶۰۰۰۰ په ایران او ۱۹۴۷۰۰۰ په پاکستان کې اوسېږي.

د کډوالو او بيرته ستنېدونکو چارو وزير سید حسین عالمي بلخي وايي، د کډوالۍ د کنترول او مدیریت لپاره باید اوږد مهالې لارې وسنجول شي اوکه نه نو د ده په باور، دغه ستونزه به د یو جدي نړیوال ناورین لامل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button