د قومندانانو په بدلون بایللې جګړه نوره نه ګټل کیږي

لیکنه:طلحه افغان

لکه څنګه چه مونږ ته جوته ده چه د افغانستان په سخته جګړه کې نږدي اوولس کاله تیریږي او جګړه له یوې ورځې څخه بلې ته شدت پیدا کوي
سره له ځانې تلفاتو امریکا په میلیاردونو ډالر د افغانستان په جګړه کې مصرف کړي او لایې مصرفوي، چه ددغه مالې لګښتنونو له زیات مصرف څخه اوس د امریکا اقتصادي بحران له ګواښ سره مخ دي او هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه خپریږي چه د افغانستان جګړي د امریکا اقتصاد ته زیاته صدمه رسولي او امریکا په میلیاردونو ډالر دې افغانستان دې جګړی دې قابو کولو لپاره مصرف کړي، خو لا هم د جګړی زور زیات شوي او هره ورځ له ځانې تلفاتو سره سره امریکا زیات مالی زیان هم وینئ
امریکا د افغانستان په اوږد مهاله جګړه کې له ښکیل کیدو وروسته زیات مالی مصرفونه کړي، د عسکرو شمیرې یې کمې زیاتې کړي او خپل نظامې قومندانان ردو بدل کړي، او هغه تر ټولو تجربه کاره او ددوی په اصطلاح نظامې او ځیرک قومندان یې د افغانستان د بې پايه جګړي لپاره را استولي،خو دا چه د جګړی ډګر ورځ تر بلې په ګرمیدو دي او د امریکایې او داخلې عسکرو د تلفاتو شمیر زیاتیږي او کمیږي نه ددغه علت په څه کې دي؟

دافغانستان په جګړه کې د امریکایې قومندانانو ځیرکتیا او نظامې توب دلته کومه ګټه نه ده کړي او لایې د تلفاتو شمیره له یوې ورځې څخه بلې ته زیات شوي او زیاتې سیمې یې له واکه وتلي او د جګړئ په ډګر کې یې د امریکايې عسکرو روحیه د پخوا په شان نه ښکاري او د جګړی په ډګر کې مورال بایللې ښکاري.

دا چه جګړه بایللی ښکاری نو بیا هم امریکا د خپلو معمول له مخې د قومندانانو د بدلون په فکر کې دي او غواړي چه د افغانستان جګړه وګټې چه د همدی په خاطر یې څو ورځې مخکې رابیټ نیلر په افغانستان کې د میشتو عسکرو نظامې قومندان وټاکل شو
نو زه وایم چه رابیټ نیلر به د افغانستان جګړه کوم پړاوو ته ورسوی او که به د خپلو ملګرو په شان مایوسه د افغانستان له جګړی څخه خپله هم د ناکامې په درشل قدم کیږدي
اوسنیو حالاتو ته په کتو د امریکا یې عسکرو د نظامې قومندانانو په بدلون به په جګړه کې کوم تغیر رانشې او نه به هم کومه لاس ته راوړنه ولري، ځکه چه اوس د جګړی مقابل طرف (طالبان)اوس له پرمختللیو وسلو څخه برخمن دي، زیاتې ولسوالې په لاس کې لری، اولسې ملاټړ یې زیات شوي، په جنګې برخه کې له نویو تکتیکو سره بلد شوي او هره ورځ ورته د افغانستان د اوسنئ نظام عسکر په ډلو ډلو تسلیمیږي او خلاصه چه د افغانستان په اوویا سلنه خاوره حاکمیت لري
نو رابیټ نیلر به هیڅکله دا جګړه قابو نکړي، ځکه هغه وخت چه امریکایې قومندان جګړه قابو نشوای کړای چه طالبانو يو څو کلی په لاس کې لرل ټول په دفاعی حالت کې وو، د افغانستان په زیاته خاوره د امریکا او د اوسنئ نظام حاکمیت وو او د پراخ هوایي او زمینې ملاتړ څخه برخمن او د مالی مصارفو هم کمبودیا هم نه لیدل کیدله
نو اوس جګړه هغه حد ته رسیدلې چه امریکایې عسکر په ښارونو او خوندې مرکزونونه تر دری کیلو متره پوری د ځمکې له لاري تګ راتګ نشي کولاي او ټول تګ او راتګ او اکمال یې د هوا له لاري دي نو دا جګړه به امریکا وګټې؟
او بل دا چه طالب له ولسوالیو تر ولایتو را رسیدلې او هره ورځ یوه ولسوالئ له سکوت سره مخ وي او هره ورځ د افغانستان د اوسنئ نظام د عسکرو د مړو شمیره ورځ تر بلې زیاتیږی او ولسوالئ یې له لاسه وځي، که چیري لږ نوره هم دا جګړه شدت پیدا کړي نو د امریکا برخلیک به د ویتنام په شان وي چه بیا به نو هیڅ د وتلو لار ونلري، نو ښه به دا وي چه امریکا د خپلو قومندانانو د بدلون په خاطر د خپلو عسکرو د وتلو په غم کې شي، ځکه چه اوس د افغانستان د جګړي څخه د امریکا اولس ناخوښ ښکاري او هره ورځ دا نعری په رسنیو کې وهي چه د افغانستان بې پالې جګړی ته د پای ټکی کیښودل شي او زمونږ عسکر دې تري راووځي، ځکه چه د افغانستان جګړه د امریکا د ماتې په منعی او خپل سرتیري باید د امریکا په تاریخ کې ددغه اوږد مهاله جګړي ښکار نشي.
ځکه چه د افغانستان اوسنئ جګړه اوس داسې پړاوو ته رسیدلئ چه ګټونکئ يئ طالب ښکاري او نړیوال ستر قوت په صفت پیژنې
نو په داسې وخت کې د امریکا د ناسمې فالیسۍ څخه به امریکا هیڅ تر لاسه نکړي، یوازي به خپل عسکر د افغانستان د جګړی له پاره قربانې ورکړي او د افغانستان له جګړي څخه به د امریکا اولس ته بهترینه تحفه د هغه عسکرو تابوتونه وي کوم چه په افغانستان کې په جګړه بوخت دي!!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button