تخار ولايتي شورا: اوولس پوستې او لس کلي طالبانو نيولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۸) د تخار د ولايتي شورا يوه غړي د طلوع نيوز ته ويلي، تېره شپه د طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ په ځينو سيمو بريدونه کړي چې ځينې پوستې او سيمې يې له دوتي ځواکونو نيولي دي.

ولايتي شورا يادې سرچينې ته د خواجه غار د امنيت په اړه اندېښنه ښودلې زياتوي چې طالبانو په خواجه غار کې لس کلي او اوولس پوستې له دولتي ځواکونو نيولي او ځانونه يې د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې کړي دي.

د تخار د امنيت آمر نظام الدين غوري هم مني چې طالبانو په ياده ولسوالۍ کې پر دولتي پوستو بریدونه کړي زياتوي چې د يوه کلي په شمول اووه پوستې طالبانو نيولي او ځواکونو پل مومن پوسته کې شاتګ کړی دی.

طالبانو هم د اوولس پوستو او ګڼو مهمو کليو د نيولو خبر تاييد کړی په يوې خبرپاڼې کې يې ويلي د يادو سيمو په نيولو سره يې په زياته اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي او زياتوي چې طالبان د ولسوالۍ مرکز خواته د پرمختګ په حال کې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button