هلمند (کابل ټکی سه شنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ ل)
له څو ورځو راهیسې په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي چارواکو په پوستو او قرارګاو باندې د طالبانو له لوري بريدونه راون دې، چې یوشمېر پوستې طالبانو نيولي هم دي، نو له همدې وېرې تېره شپه ماخوستن مهال ۷ امنیتي پوستې پرته له کومې جګړې امنیتي چارواکو طالبانو ته پرېښي دي او دوې له سیمې تښتېدلي دي .
دغه پوستې دیادي ولسوالۍ اړوند د صامینار په سیمه کې نوزاد ولسوالۍ ته پرغزیدلي سړک پرتې وې، چې افغان ملي پولیسو تخلیه کړې، چې اوس ټوله سیمه د طالبانو لاس ته ورغلې ده .
همدارنګه بیګاه شپه د همدي ولسوالۍ د زنبلي او میرمنداب سیموترمابین د طالبانو د وسلوال بریدپه پایله کې ۳ نورې پوستې نيولي دي، چې په مخامخ جګړه کې د سیمې مشهور ۲ تنه قومندانان خلیفه عطاء الله او بریتوعبدالباقي هم وژل شوي دي.
او طالبانو ته په دغه سیمه کې ګڼ شمېروسلې مهمات هم په لاس ورغلي دي.
سليم بریال


















