غزني (کابل ټکی کام سه شنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل):
تېره شپه غزني ولايت ده یک ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترځ کې د جومات امام په شمول پنځه تنه عام ولسي خلک شهيدان کړي دي.
دغه عملیات تېره شپه ۹ بجې د افغان او امريکايي ګډو ځواکونو په ملتیار ترسه شوي دي .
له سیمې نه عیني شاهدان وايي، چې دغه عملیات د یادې ولسوالۍ اړوند شیرا کلي کې امریکایي تيري ګرو ځواکونو د عامو خلکو په کورونو تر سره شوي دي، بې رحمانه بمباري يې کړي دي او کورونه يې پلټلي دي .
د خبر له مخې د چاپې په جریان کې بهرنيو عسکرو د خلکو کورونه تالاشي کړي او په سیمه کې یې په ولسي خلکو ي ډزې کړي، چي له امله يې د یوې دينې مدرسې ۴ تنه زده کونکي، د کلي دجومات ملاامام ملا نصرالله و ۱ تن د کلیوال محمدعمر جان د حاجي امیر جان زوی په شهادت رسولي دي .

بلې خوا افغان امنيتي چارواکو د پېښې پخلی کړی او وايي چې دوي په دغه سیمه کې د امريکايي ځواکونو سره ګډ هوايي او ځمکني عملیات ترسره کړي، چې ددوي په اصطلاح ۱۲ تنه وسلوال طالبان يې وژلي او یو شمېر نور يې ټپیان کړي دي، خو له سيمې نه یو شمېر خلکو د تیلفون پر لیکه کابل ټکي کام ته ويلي دي، چې یواځې پینځه تنه عام کلیوال په دغه چاپه کې شهيدان شوي او دغلته د دولت هېڅ کوم ډول مخالف وسلوال نه دي ليدل شوي .
د یادونې وړ ده چې د ګډ حکومت په منځ ته راتلو سره د بهرنيو ځواکونو شپنيو عملیاتو ته رسما اجازه ورکړل شوې ده.
بدرالدین ځواك


















