(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۸) د راپورنو پر بنسټ، د روزګان ولايت د چورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې بې پيلوټه الوتکې برید کړی چې له کبله يې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د روزګان د ولايتي شورا غړی حيات الله فضلي وايي، دغه بريد پرون ناوخته د يادې ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې درې پوليس وژ ل شوي دي.
نوموړی وايي، بې پيلوټه الوتکې يو راکټ په پوسته ويشتی او يو يې په طالبانو توغولی چې له کبله يې اووه طالبان او درې پوليس وژل شوي دي.
يوې محلي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، په برید کې له درې تنو زيات پوليس وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
دا لومړی ځل نه دی چې پر دولتي ځواکونو د بهرنيو او افغان هوايي ځواک له لوري بريدونه کېږي بلکې تر دې مخکې هم د بهرنيانو په هوايي بريدونو کې د افغان پوځ عسکر او سيمه ييز پوليس په نښه شوي چې ګڼو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.


















