(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۸) د روزګان ولايتي شورا غړی وايي، له تېرو څو ورځو کلابندۍ او سختو جګړو وروسته طالبان توانېدلي چې د چورې ولسوالۍ مرکز او ودانۍ څخه دولتي ځواکونه وباسي.
که څه هم د روزګان امنیتي مسئولين په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي خو د ولايتي شورا غړی حیات الله فضلي وايي، چې دولتي ځواکونه د ولسوالۍ له ودانۍ او ملي امنيت رياست څخه ويستل شوي او هيڅ يو لوری هم په دولتي تاسیساتو کې شتون نه لري.
د امنيې قومندانۍ يوې سرچينې رسنيو ته ويلي، په چورې ولسوالۍ کې لسګونه پوليس د طالبانو له لوري کلابند دي او د طالبانو د سختو جګړو له کبله ځينې يې وژل شوي او يو شمير طالبانو ته تسليم شوي دي.
له بله پلوه طالبانو هم منلې چې د چورې د مرکز او استخباراتو رياست په ګډون اوولس پوستې يې نيولي دي، وياند يې قاري يوسف احمدي کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي له تېرو څو ورځو راهيسې د يادې ولسوالۍ مرکز او پوستې تر کلابندۍ او جګړو لاندې وې چې په پايله کې لسګونه عسکرو، پوليسو او اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د هغوی ګڼ شمير وسلې او پوځي توکي طالبانو نيولي دي.
طالبانو وايي، په دغه نښتو کې پنځلس عسکر له خپلو وسلو سره ورته تسليم شوي دي.
ويل کېږي، دا مهال د ولسوالۍ شاوخوا سيمو کې خال خال ډزې روانې دي او ځينې سيمې چې دولتي ځواکونه پکې د شاته تګ هڅه کوي د طالبانو له بریدونو سره مخ کيږي.


















