افغان کرکټ بورډ د بنګله دېش او هند سره سیاليو لپاره لوبډلې اعلان کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۸) د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دېش سره د درېيو شل اوريزو او هندوستان سره د ټيسټ لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړې.

د غوراوي کميټې مشر نوروز منګل وويل، د روزونکو او د کرکټ بورډ غوراوي کميټې په ګډه د هند تمريناتي کمپ څخه د ملي لوبډلې له لوبغاړو، له نوولس کلنو او د کورني کرکټ له نويو لوبغاړو د دواړو سياليو لپاره تکړه او وړ لوبغاړي ټاکل شوي دي.

د کرکټ بورډ ادارې د معلوماتو له مخې، له بنګله ديش سره د شل اوريزو سياليو لپاره: شهزاد محمدي، نجیب ترکی، عثمان غني، اصغر، نجیب ځدراڼ، سمیع شینواری، شفق، درویش رسولي، نبي، ګلبدین، کریم جنت، راشد خان، شرف الدین، مجیب ځدراڼ، شاپور ځدراڼ او افتاب عالم چې په ټوله کې ۱۶ تنه لوبغاړي کیږي غوره شوي دي.

دغه راز له هند سره د ټسټ لوبې لپاره هم شپاړلس کسان غوره شوي چې شهزاد محمدي، جاوید احمدي، احسان جنت، رحمت شاه، اصغر، ناصر جمال، حشمت شهیدي، افسرخان، محمد نبي، راشد خان، ظاهرخان،حمزه هوتک، احمد شیرزاد، یمین احمدزی، وفادار او مجیب ځدراڼ دي.

وفادار مومند او دروېش رسولي دوه هغه نوي ځوانان دي چې د لومړي ځل لپاره به په ملي لوبډله کې د افغانستان لپاره ولوبېږي.

ټاکل شوې ده، له بنګله ديش سره د هند په دهرادون ښار کې د راجيوګاندي په لوبغالي کې د راتلونکې جون مياشتې له درېيمې تر اوومې نيټې پورې درې یوورځنۍ شل اوريزې سیالۍ وشي او د همدې مياشتې له څوارلسمې تر اتلسمې نيټې د بنګلور په ايم چینا سوامي لوبغالي کې له هند سره ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button