د طالبانو مډال/ خالد روان

د روان زېږدیز کال په پیل کې د امریکا او پاکستان اړیکې یوازې په ټویټر کې خړې ـ پړې شوې. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر پاکستان نیوکې کولې او دلته افغانان په جامو کې نه ځایېدل. د حکومت کرایه شویو لیکوالو د ټرمپ ټول ټویټونه د ولسمشر غني بریالۍ تگلاره یادوله، چې پاکستان یې نړیوالې انزوا ته نږدې کړ او امریکا به پرې خپلې ټولې مرستې ودروي؛ خو امریکا او پاکستان په سیمه کې پخواني همکاران دي، چې د امریکا پالیسي په سیمه کې یوازې د پاکستان په شان دولت پر مخ وړلی شي او د دواړو اړیکې یوازې د خپلو گټو له امله خرابېږي او بېرته د گټو په پام سره غښتلي کېږي.

د ټرمپ  پاکستان ضد ټويټونه د لوگر د اربکیانو تر دوو قومندانانو گل نبي  او فرهاد اکبري ته هم ورسېدل. دغو دواړو اربکیانو د دې پرځای چې یوازې د لوگر د اربکیانو په استازیتوب ټرمپ ته د زړورتیا مډال ورکړي، بلکې د ټول افغان ملت په استازیتوب یې ټرمپ ته د سروزرو مډال ورولېږه. دغه موضوع هغه وخت په رسنیو کې گرمه وه او په ټولنیزو شبکو کې ډېری خلکو پر دغو دواړو اربکیانو لعنت وایه، چې دوی هغه چاته د زړورتیا مډال ورکړی، چې زموږ وژلو له‌پاره یې له تېرو اوولسو کلونو راهیسې نامعلومه جگړه پیل کړې ده.

گل نبي او فرهاد اکبري فکر کاوه، چې ټرمپ به هم د دوی په شان احمق وي او دوی به یا امریکا ته وروغواړي او یا به میلیونونه ډالر مرسته ورسره وکړي؛ خو د ټرمپ له مرستې مخکې طالبانو د تېرې جمعې په ورځ گل نبي ته داسې مډال ورکړ، چې له ډېرې خوښۍ یې زړه پړک وچاودېده او مړ شو.

طالبانو گل نبي ته خپل ډالۍ کړی مډال د هغه په موټر کې ځای پر ځای کړی وو او کله چې گل نبي موټر ته پورته شو او پر مډال یې سترگې ولگېدې؛ نو له ډېرې خوښۍ یې زړه وچادېده او فرهاد اکبري یې یوازې پرېښوده.

فرهاد اکبري تېره ورځ وویل، چې ټرمپ ته د زړورتیا د مډال پر ورکړې پښېمانه دی او دوی فکر کاوه، چې امریکا به پر پاکستان بمبار شروع کړي او یا به موږ دواړو«گل‌نبي او فرهاد اکبري» ته د امریکا تابیعتونه راکړي؛ خو نه امریکا پر پاکستان مرستې بندې کړې، نه یې د لوگر له اربکیانو مننه وکړه او نه یې ورسره مرسته وکړه، بلکې په لوی لاس یې خپل ژوند په خطر کې واچاوه او اوس غواړي له هېواده لرې چېرته ولاړ شي.

یرغلگر تل هغه خلک یوازې په تش میدان پرېږدي، چې دوی سره یې د خپل هېواد په یرغمل کولو مرسته کړي وي. شمال ټلوالې د افغانستان په اشغال کې پوره پوره مرسته وکړه، خو اوس یې دوستم په ترکیه کې بندي کړی او ډېری پخواني لاسپوڅي یې په کابل کې هسې خوشي چټي گرځي او امریکا ورته دندې نه ورکوي او حتا پیسې یې هم پرې بندې کړي دي.

د لوگر پېښه د امریکا ټولو گوډاگیانو ته یوه وړه بېلگه ده، چې امریکا مو په درد نه خوري، بلکې د ټوپک شپېلۍ د یرغلگرو پر خوا ورواړوئ او افغانستان له روان ناورین څخه وژغورئ؛ ځکه د هېواد د ازادۍ ټیکه یوازې طالبانو نه ده اخیستې، بلکې دغه فریضه پر موږ ټولو فرض ده.

گنې د لوګر د اربکیانو په شان به تاسې هم یوازې پرېږدي او بیا به هغه وخت نه ټرمپ وي، نه اشرف غني او نه یې هم نړیوال ملگري، بلکې دغه وخت به طالبان حاکم وي او طالبان به درباندې محکمه کوي او د طالبانو د محکمې پرېکړې ډېرې پاکې او د اسلام سره په ټکر کې نه وي. نو د لوگر له اربکیانو عبرت واخلئ او د امریکا له ملگرتیا لاس واخلئ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button