ورځني سیاسي نوټونه: پر ایران د ټرمپ نوي بندیزونه به د افغانستان اقتصاد لا وځپي

واحد فقیري

پر ایران د ټرمپ نوي بندیزونه به د افغانستان اقتصاد لا وځپي:

نتاشا توراک د مې پر ۲۹ باندي لیکي چي پر ایران باندي به د متحده ایالاتو نوي بندیزونه د افغانستان لړزانه او کمزوری اقتصاد د نویو مشکلاتو سره مخامخ کړي. ځکه د ټرمپ د نویو بندیزونو په خاطر به د ایران د چابهار بندر، چي د هند په مالي مرسته جوړېږي، له اقتصادي او سیاسي ستونز سره مواجه کړي. لیکواله کاږي چي د دې بندر یو هدف دا وو چي د افغانستان لپاره یوه بله تجارتي لاره پرانیستل سي، څو افغانستان د پاکستان له احتیاجه څه وژغورل سي. مګر اوس چي ټرمپ پر ایران باندي نوي بندیزونه اعلام کړل، اکثره بین المللي پانګوال پدې تشویش کي دي چي د امریکا بندیزونه به د هغوی پانګونه ور زیانمنه کړي.

مېرمن نتاشا لیکي چي د چابهار په بندر کي هند ستره پانګونه کړې ده، او اصلي هدف ئې دا وو چي د افغانستان د کانونو خام مواد لدې لاري بین المللي مارکیتونو ته ورسوي. په کال ۲۰۱۶ کي هند،‌ایران، او افغانستان یوه ۲۱ میلیارډي موافقه لاسلیک کړه. او پدې موافقې کي د چابهار د بندر توسعه او دغه راز د افغانستان د اوسپنو د کانونو استخراج او توسعه شامله وه.

ځیني سیاسي مبصرین وايي په داسي حال چي امریکا غواړي د افغانستان له اقتصاد سره مرسته وکړي، خو د ایران په مورد کي د ټرمپ نوې فیصله به د افغانستان اقتصاد د ډیرو نویو چنلجونو سره مخامخ کړي.

واشنګټن پوسټ: اروپا په زرهاوو مهاجر افغانان بېرته افغانستان ته استوي:

واشنګټن پوست د مې پر ۲۸ باندي لیکي چي اروپايي ملکونه په رزهاوو افغان مهاجرین بېرته افغانستان ته لېږي. حال دا چي په افغانستان کي ۴۰٪ فیصده خلګ بېکاره دي. اقتصاد خراب دئ. امنیت تر پخوا څو چنده بدتر سوی دئ، او د کابل رژیم تر بل هر وخت کمزوری او فاسد دئ. بلخوا، ایران او پاکستان هم افغان مهاجر له خپلو ملکونو څخه باسي. اخبار لیکي یوازي په ۲۰۱۵ کي څه د پاسه ۲۰۰۰۰۰ (دوه لکه) افغانان غربي اروپا ته مهاجر سول. اکثرو په میاشتو میاشتو په پښو مزل کړی وو، څو ځانونه اروپا ته ورسوي. اکثرو افغانانو په زرهاوو ډالره قرض کړي ول، خو اوس هغوی چورلټ مفلسه بېرته خپل وطن ته ورستنېږي.

اخبار لیکي چي د کابل رژيم د همدې ځوانانو لپاره هیڅ پروګرام نه لري، او هغوی اوس په خورا بد حالت کي د افغانستان په مختلفو ښارونو کي ژوند کوي. اکثره ئې د خپګان او ګروم په مرض اخته دي.

سیګار:

د سیګار نوی رپوټ لیکي چي په افغانستان کي د کابل رژیم عالي رتبه مامورین، د اشرف غني نژدې دوستان، او جنګسالاران د ایتلافي قواوو څخه چرب او غوښین قراردادونه اخلي، او لدې لاري په میلونهاوو ډالره تر لاسه کوي. د کابل رژیم همدا زورواکان او د اشرف غني یاران د مخدره موادو په قاچاق کي لاس لري، او مدام جنګ ته لمن وهي. سیګار وايي کله چي عادي افغانان د کابل رژيم او ایتلافي قواوو دې حیرانونکي فساد ته ګوري، هغوی طبعا د طالبانو سره یو ځای کېږي. او طالبان مدام کوښښ کوي چي همدا مسایل افغانانو ته بیان کړي،‌څو خپل پلویان ډیر کړي، او د کابل رژيم فساد او تالان عامو افغانانو ته لا برجسته کاندي.

———-


واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي.

اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button