بلجيم: وسله وال بريد کې څلور پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۸) د راپورونو له مخې، د بلجيم په ختيځ لیګ ښار کې په وسله وال بريد کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځايي سرچينې وايي، بريدګر لومړی دوه پوليس، يو لاروی ووژل او دوه پوليس نور ټپيان شول.

بریدکوونکی له برید وروسته د نږدې ښوونځي ودانۍ ته ننوت او هڅه یې کوله چې یوه کارګره یرغمله کړي خو پولیسو په ډزو وواژه.

تر اوسه د بريد هدف معلوم نه دی او د بريدګر د هويت په اړه هم چارواکو څه نه دي ويلي.

د بلجيم پولیسو او د څارنوالۍ يو چارواکي رسنيو ته ويلي، داسې نښې شته چې دا دې يو ترهګريز بريد وي.

بايد وويل شي، په ۲۰۱۶م کال کې د بلجیم په مټرو او د اورګاډو په تمځای کې بريدونه وشول چې ۳۴ کسان پکې ووژل شول او له دوه نيم سوو زيات ټپيان شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button