کندهار: د ملي اردو وسایطو جوړولو پر مستريانو چاودنه شوې

په کندهار ښار کې چاودنې شپاړلس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۹) د کندهار ښار د پنځمې ناحيې مربوط د ميوې مارکېټ ترڅنګ د ملي اردو د موټرو پر مستريانو چاودنې شپاړلس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ويل کېږي، په دغه چاودنه کې د ملي اردو د وسایطو جوړولو درې مستريان وژل شوي او څو تنه نور سخت ټپيان دي.

ځايي سرچينې وايي، چاودنه نن سهار هغه مهال رامنځته شوې کله چې د يادو مستريانو موټر د تېرېدلو په حال کې و.

د کندهار د والي وياند داود احمدي پېښه تاييدوي وايي، په چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ديارلس تنه نور ټپيان دي.

د کندهار د ميرويس روغتون مسئولين وايي، د پېښې له ځايه ديارلس ټپيان وروړل شوي چې د شپږ کسانو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.

تر اوسه د چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button