د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ سخته جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۹) د تخار امنيتي مسئولین وايي، طالبانو د دشت قلعه ولسوالۍ پر ودانۍ او شاخوا امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

د تخار د پوليسو وياند خليل اسير وايي، دغه بريدونو پر ولسوالۍ نن سهار له څو خواوو پيل شوي او اوس هم دوام لري.

د اسير په خبره، تر دې دمه د ولسوالۍ ودانۍ او امنيه قوماندانۍ له دولتي ځواکونو سره ده خو نورو ټولو پوستو او دولتي تاسيساتو د طالبانو په لاس سقوط کړی دی.

هغه وايي، تر دې دمه ولسوالۍ سقوط نه دی، جګړه روانه ده او طالبان د ولسوالۍ نيولو ته نږدې شوي دي.

ويل کېږي، د جګړې سيمې ته نږدې خلکو خپل کورونه پريښي او ځانونه يې امنو سيمو ته ايستلي دي.

طالبانو د الخندق عملياتو له پيل راهيسې د ولسواليو او پوځي مرکزونو نيولو ته زور ورکړی چې تر دې دمه په نږدې دوه مياشتو کې شاوخوا شپږ ولسوالۍ او لسګونه لوی او واړه پوځي مرکزونه نيولي چې عسکرو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button