کابل: د کورنيو چارو پر وزارت د وسله وال بريد جزیات

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۹) څو شيبې وړاندې په کابل کې د کورنيو چارو وزارت په لومړي قراول کې چاودنه شوې او وروسته وسله وال بريد پيل شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت، سرچينې وايي دغه بريد د وزارت په نوې ودانۍ شوی دی.
دا مهال د ياد وزارت په لومړي قراول کې جګړه روانه ده او ويل کېږي ځينې وسله وال وزارت ته د ننوتلو هڅه کوي.
له جګړې سره همهاله درنې چاونې هم شوي او شيبه په شيبه د چاودنو غږونه اورېدل کېږي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي، د وزارت په دروازه کې له چاودنې وروسته وسله وال له دروازې تير شوي او د ودانۍ له اولې دروازې سره جګړه روانه ده.
جزیات:
د وزارت په داخل کې ايسار کارکوونکي وايي، بريد کوونکي د وزارت ودانۍ ته داخل شوي او د وزارت د رستورانت برسیره يې د وزارت شاوخوا سيمې تر بریدونو لاندې نيولي دي.
کورنيو چارو وزارت وايي، په برید کې يو تن ټپي شوی خو سيمه ييزو سرچينو د نهه کسانو د ټپي کېدو او څو نورو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
شمشاد ته يې سرچينو ويلي، تر دې دمه لس چاودنې شوي او د پېښې ځای ته هيڅوک نه ورپرېښودل کېږي.
پر کورنيو چارو وزارت برید پای ته ورسېد:
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي، پر دغه وزارت برید پای ته رسېدلی دی.
که څه هم نوموړي په لومړيو کې ويلي و چې برید د يوه بریدګر له لوري تر څو چاودنو وروسته پیل شوی خو اوس تازه يې بي بي سي ته ويلي چې لسو بريدګرو په دغه بريد کې برخه اخيستې وه.
د دانش په وينا، درې تنو بریدګرو ځانونو ته چاودې ورکړي او اووه تنه نور د عسکرو سره په نښته کې وژ شوي دي.
نوموړي په پېښه کې د اوښتو تلفاتو دقیق ارقام نه دي ښودلي خو وايي په برید کې يو پوليس وژل شوی او پنځه تنه نور ټپيان دي او اوس جګړه پای ته رسېدلې ده.
تر اوسه د دغه برید مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.



