تخار: د دشت قلعه ولسوالۍ طالبانو ونيوله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۹) نن سهار مهال د تخار د پوليسو وياند خليل اسير وويل، چې د دغه ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ له څو خواوو طالبانو بريدونه پيل کړي او يواځې د ولسوالۍ له ودانۍ او امنيه قومندان پرته ټولې سيمې طالبانو نيولي دي.

خو تازه د تخار د امنيې قوماندانۍ سرچينو رسنيو ته ويلي، د دشت قلعه د ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قوماندانۍ او شاخوا ټولې امنيتي پوستې طالبانو نيولي دي.

سرچينې زیاتوي، په ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال پوليسو له مرکزي حکومت څخه د تازه دمو عسکرو د مرستې غوښتنه کړې خو ځواکونه نه دي ورغلي او له څو ساعته جګړې وروسته ولسوالۍ طالبانو نيولې چې پوليسو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو هم د يادې ولسوالۍ نيول تاييد کړي او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي: “نن ماسپښين ۲ بجې د تخار ولایت دشت قلا ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټولې پوستې فتحه شوې”

مجاهد زياتوي، د ولسوالۍ د نيولو په جګړه کې درې ټانګونه ويجاړ شوي، شل عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او په زياته اندازه وسلې، مرمۍ او پوځي توکي طالبانو نيولي دي.

نوموړی زياتوي، لا هم په سيمه کې جګړه روانه ده او هغه عسکر چې له ولسوالۍ يې تيښته کړې طالبانو يې پروړاندې تصفيوي عمليات پيل کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button