غزني (کابل ټکی کام : سه شنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل):
نن غرمه مهال د ده یک ولسوالۍ اړوند تاسن کلي په هديره کې د شيرا کلا دتېرې شپې د شهيدانو د جنازې په مراسمو افغان ملي اردو ځواکونو برید کړی، چې ۳ تنو کلیوالو ته يې مرګ ـ ژوبله واړوله .
سیمه کې کابل ټکي کام ته د جنازې یو تن ګډون کونکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي، چې د ملي اردو عسکرو د تاسن کلي په هديره کې د شيرا کلا د وژل شويو کلیوالو د جنازې پر مراسمو بريد وکړ، چې يو تن «ملامحمدشاه خان » يې شهيد او ۲ نور حاجي محمدشریف اومحمدنبي يې ژوبل کړل .
د دغه خبر په استناد، چې دغلته د مېشتې قرارګاه څخه یو قومندان ورغلی، لومړی يې د قبر کېندلو نه خلک منع کړل او امر يې وکړ چې باید دوه تنه د پنځو تنو وژل شويو ټول قبرونه وکيندي، وروسته يې امر وکړ چې فاتحه به يې نه اخيستل کېږي.
د دغه قومندان پر وړاندې خلکو د تکبير ناره پورته کړه او د هغه عسکرو پر خلکووحشیانه ډزې وکړې، چې یو تن يې شهيد او دوه نور يې ژوبل کړل .
یوتن ژوبل شوی کلیوال چې ويل کيږي ټپونه يې ژور وه، د درمنلې لپاره پلازمېنه کابل ته لېږدولی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه خارجي ځواکونو د داخلي عسکرو په ملتیا د ده يک په شيرا کلا کلي کې پر جومات چاپه ووهله، چې د کلي د ملا امام ملا نصرالله په ګډون يې ۵ تنه کليوال شهيدان کړل وه .
بايد وويل شي چې د غزني ولایت چارواکو څخه ډیری وخت شکایتونه کېږي، خو د افغانستان شریک حکومت يې په اړه تراوسه پټه خوله دي.
دغه راز تر ټولو لومړی پاڅون کونکي دغزني ولایت اندړو ولسوالۍ کې راپورته شول، چې اوس د سیمې د عامو خلکو سرخوږی شول.
داندړو دولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې اربکیانو څو ځله په دې ولسوالۍ کې له کورونو ښځي تښتولي دي چې دکورنۍ غړیو یې د درو لکو کالدارو په بدل کې بیرته راخوشي کړي دي .
سليم بریال


















