راپور تاژ؛ فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۰)
په دې وروستیو کې د هیواد له مختلفو ولایتونو په تیره بیا د کندهار، غزني او پکتیکا څخه د پوهنې او کورنیو چارو وزارتونو کارمندانو ته د معاش نه ورکولو شکایتونه زیات شوي . پولیس او ښوونکي وایي؛ حکومت یې د تیرو ۶-۵ میاشتو تنخواوې د مختلفو لاملونو له کبله نه دي ورکړې.
د کندهار پولیس وایي؛ کرۍ ورځ په وږي نس د مخالفینو پر وړاندې جګړې کوي، خو حکومت یې هیڅ غم نه کوي. دوی وایي: له حکومت څخه د هیڅ کوم امتیاز هیله نه کوو، یواځې دې د دوی معاشونه ورکړي.
بل پلو د پکتیکا اورګون ولسوالۍ کې لسګونو ښوونکو له تېرو دولسو ورځو راهیسې له دې امله درسي اعتصاب کړی چې د تېر ۱۳۹۶ کال د ۵ مياشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي. دا ښوونکي چې شمیر یې ۱۴۲ تنو ته رسیږي د ۱۲ لیسو دروازې تړلې او له حکومت څخه د خپل حق غوښتونکي دي.
ښوونکي زیاتوي: دا کار یې د سختې مجبورۍ له امله کړی چې په خبره یې ، یواځنۍ د درآمد وسیله یې همدا د مکاتبو تنخواوې دي او بس.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ستونزه مني، خو وایي چې،دوی ته لا هم مرکزي ادارې بودیجه نه ده سپارلې چې له امله یې استادان او د ریاست ټول کارکونکي له یادې ستونزو سره مخ دي.
ولسي جرګه:
ولسي جرګې هم په دې تړاو توند غبرګون ښوودلی او تیره اوونۍ یې له حکومت څخه وغوښتل چې باید د امنیتي ځواکونو او ښوونکو معاشونه ورکړي. دوی په دې برخه کې د مالیې وزارت تورنوي چې ګواکې د بودیجې په ورکړه کې په لوی لاس ځنډ او خنډ رامنځته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې ته رسیدلي اسناد ښیي چې د وزارتونو او د ګلخانۍ او سپیدار ماڼیو د کارمندانو تنخواوې تر سلګونه زره افغانیو رسیږي.
ولې دا ستونزه؟
سرچینې زیاتوي چې د کندهار پولیسو ته د تنخواو د نه ورکړې لوی لامل د حامد کرزي د پلویانو او ارګ تر منځ وروستي پاریدونکي اختلافات دي.
د دې ولایت د امنیې قوماندان جنرال رازق چې په ګڼو جنایي پیښو تورن دی او د کرزي ، شمالي ټلوالې او نړیوالو له ملاتړ څخه برخمن دی، د ارګ پر وړاندې ټټر وهلی چې ګواکې هیڅ کوم قدرت یې له دندې نه شي پرزولی او نه هم د نوموړي د لرې کولو صلاحیت کوم دولتي ارګان لري.
سرچینې زیاتوي؛ ارګ د تنخواو د نه ورکړې دریځ پر یاد جنرال د فشار د وسیلې په توګه کاروي تر څو نوموړی مجبور کړي چې یا دنده پریږدی او یا کورني فشار ته تسلیم شي او که دا نه شي کولی بیا دې د عطانور په څیر له جیب څخه د خپلو ځواکونو معاشات پرې کړي.
د معارف وزارت ستونزه
سرچینې وایی؛ د بلخ او ارګ د واکمنانو تر منځ وروستی جوړجاړی چې له دوه میاشتو چنو وهلو، پیغورونو او د یو او بل پر ضد د نظامي ګواښونو وروسته د نړیوالو په وساطت رامنځته شو، عطانور ته د بلخ د واکمني د پریښودلو پر سر دوه وزارتونه او یو شمیر نور امتیازات ورکړل شول.
د پوهنې وزارت له هغو وزارتونه څخه یو دی چې د عطانور ته په معامله کې رسیدلی.
د پوهنې وزارت کارکونکي وایي؛ سره له دې چې د وزارت واکمني د معاملې په ترڅ کې د بلخ پخواني واکمن ته ورکړل شوې، خو د غني د ډلې له لاسوهنو لا هم یاد وزارت په امن نه دی.
لا هم په یاد وزارت کې له وزیر نیولې بیا تر عادي کارمندانو یې د دواړو ډلو جنجالونه پاتې چې وروستی هغه یې هم د تخنیکی او مسلکي چارو معینیت و، چې دوه معینان په کې په یوه وخت ګمارل شوي او د غني د ډلې هغه وړاندیز چې یاد معینیت دې دوه برخې شي، هم رد شوی دی.
په معارف کې د وروستیو چنو او جنجالونو له کبله اوس د یاد وزارت چارې هم مخ پر خرابیدو دي او نه شي کولی په ښه بڼه ولایاتو ته درسي مواد او د استادانو معاشات ورسوي، چې ښه بیلګه یې اوسمهال په زیاتره ولایتونو کې د ټیټې کچې د ټولګیو لپاره د درسي موادو نشتون دی چې د نږدې دریو میاشتو درسي کال وروسته لاهم درسي کتابونه او وړ توکي نه ورته نه دي رسیدلي.
بل پلو ولسي جرګه د مالیې وزارت هم په دې چاره کې پړ بولي، چې د دوی په خبره د بودیجې ورکړه د یاد وزارت دنده ده، خو لا یې هم دې وزارت ته د ښوونکو د معاشاتو بودیجه نه ده سپارلې.
د مالیې وزیر په وار وار ویلي؛ چې دوی وخت ناوخت له دې کبله سپما کوي چې بهرنیان ورسره تر ۲۰۲۰ کال وروسته مرستې نه کوی، نو دوی هڅه کوي د حکومتي کارمندانو له تنخواو څه ناڅه سپما وکړي او یا یې هم وځنډوي.

















